د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ناڅرګنده وسلوالو د جينکو ښوونځی وران کړی دی


په سوات او قبايلي سيمو کې وسلوالو په سلګونو ښوونځي وران کړي دي. پخوانی انځور
په سوات او قبايلي سيمو کې وسلوالو په سلګونو ښوونځي وران کړي دي. پخوانی انځور

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې د مې اتمې په شپه ناڅرګنده وسلوالو په شیوه سیمه کې د جینکو یو پرایمري سکول په چاودېدونکیو توکو تباه کړی دی.

د شیوه اوسېدونکو شریف نواز او زاهد وزیر د مې پر ۹مه مشال راډيو ته وویل، دا په سیمه کې د جینکو یوازینۍ ښوونځۍ وو چې پکې په سلګونو جینکو زدکړې کولې.

ځايي پولیسو د پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دې ويلي البته د شیوې پولیسو تاڼې یو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط پېښه تاييد کړه او د مې پر ۹مه يې مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د سکول د ودانۍ مالک بهادر خان پښتين د مې پر ۹مه مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو ورته څو ځله ګواښ کړی وو چې پر ټولنيزو رسنيو دې د ښوونځۍ اعلانونه یا نور معلومات دې نه خپروي.

"دلته دا يوازېنۍ سکول وو، د خرابو حالاتو له کبله ښځينه استادانې نه راتلې او اوس وران شو چې له وجې يې جينکۍ له زدکړه څخه محرومه شوې."

ځايي خلک وايي چې په وران شوي ښوونځې پرون (د مې اتمه) د تعلیم په اړه د پوهاوي یوه دستوره هم شوې وه. د دوی په وینا، په پېښه کې د سکول دوه کوټې بشپړه ړنګې شوې دي البته پکې ځاني زیان نه دی شوی. تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۱مه نېټه هم وسلوالو د شمالي وزیرستان میرعلي په حسوخېل او مسکي کې د نجونو دوه سکولونه په بارودو الوځولي ول.

په شمالي وزیرستان او د خيبر پښتونخوا په سوات او نورو قبايلي سيمو کې وسلوالو طالبانو د جینکو په سلګونو سکولونه وران کړي دي.

په دې وروستيو کې په شمالي‌وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو فعاليتونه زیاته شوي دي. ځايي‌خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي. د پاکستان پوځ ويلي چې د وسله والو د بریدونو مخنيوي لپاره هدفي عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG