د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې ۱۴ لرغوني توکي موندل شوي دي


د افغانستان په پکتيکا ولايت کې موندل شوي اثار د مې پر ۱۶مه د نندارې لپاره وړاندې کړل شول.
د افغانستان په پکتيکا ولايت کې موندل شوي اثار د مې پر ۱۶مه د نندارې لپاره وړاندې کړل شول.

د افغانستان د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او خوشامند ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په همکارۍ ۱۴ قلمه لرغوني توکي موندل شوي دي.

د طالبانو د ځايي چارواکو په وینا، په دې اثارو کې ۱۲ خاورین منګي، یوه ډبرینه مجسمه او ځینې فلزي سیکې شاملې دي.

د طالبانو په حکومت کې د پکتيکا د فرهنګ او ګرځندوی امر سمیع الله وسیم مشال راډیو ته وویل چې دا تاریخي اثار د پکتیکا ولایت په مرکز د تورموخو په سیمه او د خوشامند ولسوالۍ د منارې په کلي کې د خلکو په همکاري سره ترلاسه شوي دي. "په دې کې خاورین منګي او سیکې دي، خو ډبرینه مجسمه بیا په خوشامند کې موندل شوې ده. "

یاد خاورین او فلزي اثار د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هغه مهال وموندل شول چې ځایي خلک د اوبو د یو خامه کانال په کیندلو بوخت ول.

د یادې سیمې اوسیدونکی ګل خان وايي، کله چې دوی د لرغونو توکو نښې ولیدې، نو کار يې بند کړ او په دې اړه يې اړوندو ادارو ته خبر ورکړ.

د نوموړي په وینا، اوس خلک په دې پوهیدلي چې له لرغونو توکو سره باید احتیاط وشي، ځکه د ضایع کیدو خطر يې ډېر وي.

د افغانستان په پکتيکا ولايت کې موندل لرغوني اثار
د افغانستان په پکتيکا ولايت کې موندل لرغوني اثار

د پکتیکا یو شمېر فرهنګیان وايي چې د دې ولایت په ډېرو سیمو کې لرغوني اثار موندل کیږي، خو دا چې د ولایت په کچه ميوزیم نه شته، نو د ساتنې لپاره مرکز ته لېږل کېږي.

مدني فعال نبي کوثر د مې پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل، که چیرې په پکتیکا کې د لرغونو توکو ميوزیم جوړ شي، سیلانیان او ځوان نسل به د شته لرغونو اثارو پر بنسټ، د دې سیمې د بېلابېلو پېرونو د تمدنونو ننداره کوي او په دې سره به ګرځندوی کلتور وده وکړي.

بلخوا د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي د دې لرغونو توکو د ساتنې ډاډ ورکوي او له اړوندو ادارو غواړي، چې د دې سیمې فرهنګیانو ته د لرغونو توکو د پېژندنې او سپړنې سېمينارونه او د زدکړو ورکشاپونه جوړ کړي.

د یادې ادارې مشر محمد امین حذیفه وویل "موږ د تاریخي اثارو په موندنو کې ډېر پرمختګ کړی، پکتياوالو ته يې د ساتلو ډاډ درکوو چې دا لرغوني توکي به په ښه ډول ساتل کیږي."

تر دې وړاندې، په ۲۰۲۳ز کال کې هم د پکتیکا د خوشامند ولسوالۍ د عمرخېلو په سیمه کې د بودا یوه وړه مجسمه موندل شوې وه، چې د چارواکو په وینا يې لرغونتوب د کوشانیانو دورې ته رسېده.

هغه مهال د یاد ولایت د شخیل اباد په ولسوالۍ کې هم د ۳۰۰ کلنو ۶۹ لرغونو سيکو د یوې وړې خزانې موندل رپورټ شوي ول.

XS
SM
MD
LG