د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ډلې د عمران خان د "سمدستي" خوشې کولو غږ کړی


د عمران خان د ګوند يوې غړې د هغه عکس په لاسونو کې نيولی او د خوشې کولو غوښتنه يې کوي - د مارچ ۲۰۲۴ز انځور
د عمران خان د ګوند يوې غړې د هغه عکس په لاسونو کې نيولی او د خوشې کولو غوښتنه يې کوي - د مارچ ۲۰۲۴ز انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې د جولای په لومړۍ نېټه د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د ژر تر ژره خوشې کولو غږ کړی او ویلي دي چې هغه "د نړیوالو قوانینو خلاف بې له څه وجې" زنداني کړل شوی دی.

د قصدي نیولو په اړه په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو کاري ډلې دغه غوښتنه د عمران خان خلاف د درغلیو د مقدمې له څېړلو وروسته کړې، په کومه کې چې نوموړی په ۲۰۲۳ز کال کې سزا شوی وو.

د دغې ډلې د غوښتنې په اړه لا د پاکستان حکومت څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې حکومتي چارواکو ويلي چې د عمران پرضد مقدمې په عدالتونو کې روانې دي او هغوی د عدالتونو په چارو کې مداخله نه کوي.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې چې د حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له واکه لیرې کړل شو، نو له هغه راهیسې د بند له بېلا بېلو سزاګانو سره مخامخ دی.

د تحريک انصاف رهبر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست مياشت کې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندي دی.

اسلام اباد های کورټ د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان سزا ځنډولې وه او د هغه له زندانه د خوشې کولو امر یې کړی وو.

د هغه د خوشې کولو لپاره تحریک انصاف ګوند وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. د هغه ګوند ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او تورونه ردوي.

له هغه وروسته عمران خان په سیاست او د روان ۲۰۲۴ز کال د اتمې فبرورۍ په انتخاباتو کې له برخې اخیستو څخه منع کړل شو.

XS
SM
MD
LG