اسراییل او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر یو بل د اوربند د تړون سرغړونې تورونه پورې کړي دي.
تر دې دمه د تړون په وروستي پراو کې حماس له ټاکل شويو ۳۳ یرغمل شویو کسانو څخه ۱۶ او اسراییلو د نېږدې ۲،۰۰۰ کسانو له نوملړه ۶۵۶ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.
د دواړو غاړو ترمینځ ښاييد بندیانو د تبادلې لړۍ تر هغې وروسته ګډوډه شي چې حماس اسراییل د تړون په سرغړونه تورن کړ او زیاته یې کړه چې د فبرورۍ پر ۱۵مه به د یرغمل شویو کسانو خوشې کول "تر بلې خبرتیا پورې" وځنډوي.
د دې په غبرګون کې د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د فبرورۍ پر ۱۱مه په يو بیان کې وویل چې که حماس د شنبې (خالي) پر ورځ له پلان سره سم یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي نو د غزې اوربند به پای ته ورسېږي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۱مه په خپره کړې ویډیو کې وویل: "که حماس زموږ یرغمل شوي کسان د شنبې تر غرمې پورې را و نه سپاري، اوربند به پای ته ورسېږي، او اسراییلي دفاعي ځواکونه به سختې جګړې ته ورستانه شي او د حماس تر بشپړې ماتې پورې به جنګېږي."
حماس د فبرورۍ پر ۱۰ مه ګواښ وکړ چې د اسراييلي يرغمليانو د خوشې کولو سلسله به ځکه ودروي چې په وينا یې، اسراييلو د غزې په مختلفو برخو کې د فلسطینیانو له په نخښه کولو سره د اوربند سرغړونه کړې، د سختو بمباریو ښکار شمال ته یې د بې ځایه شویو خلکو ستنیدل ځنډولي، او اجازه نه ورکوي چې غزې ته موافقه شوې بشري مرستې ورسي.
د حماس او اسراییلو ترمینځ د مصر، قطر او امریکا په مینځګړتوب شوی اوربند د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شو او په دې توګه د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې روانه جګړه ودرېده.