د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاکړ: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي


انوار الحق کاکړ د ملګرو ملتونو عمومي جرګې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
انوار الحق کاکړ د ملګرو ملتونو عمومي جرګې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې په هېواد کې د "ترهګرۍ" پېښې زیاتې شوې دي.

نوموړي د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد فکر کاوه چې د طالبانو "د سرپرست حکومت له جوړېدو سره به په افغانستان کې تلپاتې سوله وشي، له یو بل سره د همکارۍ په نتیجه کې به دواړه هېوادونه د پرمختګ او خوشالۍ نوې لارې جوړې کړي او د پاکستان مخالفه ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) خلاف به سخته کاروايي وشي او ورته به د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه ور نه کړل شي."

کاکړ وړاندې وویل، "له بده مرغه" په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې په "پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۶۰ فیصده او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده زیات شوي دي."

د پاکستان لنډمهالي وزیر اعظم وویل چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."

وزیراعظم زیاته کړه چې د طالبانو حکومت ته یې ویلي دي چې د ټي ټي پي غړي وروسپاري خو هغوی دا کار نه کوي.

د طالبانو حکومت او ټي ټي پي لا د انوار الحق کاکړ د دعوو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې، چې د نومبر پر شپږمه خپره شوه، وویل چې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه نوي نه دي بلکې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې روان دي.

ده وویل چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم فیصله کړې وه چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. "موږ پر هغه فیصله باندې ولاړ یو، هغه مو عملي کړې ده، زموږ له خاورې چا استفاده نه ده کړې."

متقي زیاته کړه چې وسلوال د پاکستان په خاوره کې دننه له افغان پولې څخه ۴۰۰ یا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې بریدونه کوي، نو امنیت د هغه هېواد کورنۍ موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په تېرو میاشتو کې هم د پاکستانیو پوځي او ملکي چارواکو د دې ډول څرګندونو په غبرګون کې تکرار کړې چې د ټي ټي پي او نورو ډلو وسلوالو ته یې پناه نه ده ورکړې او د هېواد خاوره د هېچا ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اګست پر ۲۱مه په اوروزګان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې باید یې په خپله حل کړي.

ده زیاته کړه چې که اسلام اباد هغه مسلې د زور له لارې هواروي نو د پاکستان او افغانستان ولسونو ته به زیان ورسي.

داراز، ټي ټي پي هم په بیا بیا ویلي دي چې د حملو لپاره د افغانستان خاوره نه کاروي.

د سېپټېمبر پر شپږمه چې د ټي ټي پي ګڼو وسلوالو په چترال کې پر امنیتي پوستو برید وکړ نو د پاکستان پوځ وویل چې هغه وسلوال هم له کونړ او نورستان ولایتونو وراوښتي ول.

خو ټي ټي پي ويلي دي چې له خورا زیات وخت راهیسې یې په چترال کې دي او د دې ډول بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارولو اړتیا نه لري.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم تازه څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې یوشمېر حملې وشوې. د نومبر پر شپږمه د ډېره اسماعیل خان په درازنده کې د تېلو او ګیس پر شرکت په برید کې دوه ساتونکي ووژل او درې ژوبل شول.

تر دې وړاندې د پنجاب په میانوالي ضلع کې د اېم اېم عالم ایریېس په نامه د پاکستان د هوايي ځواکونو پر مرکز، د نومبر د درېیمې او څلورمې نېټې په منځنۍ شپه وسلوال حمله کړې وه چې د پوځ په وینا هغه حمله یې په شاتمبولې او نهه واړه بریدکوونکي وسلوال یې وژلي ول.

تر هغې مخکې د نومبر پر درېیمه د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د پاکستان چارواکو تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت وسلوالو ته د پناه ځایونو پر ورکولو تورن کړي دي.

لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۶مه له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي ول چې پاکستان له افغانستانه د ګواښونو پر وړاندې د خپل ځان د دفاع حق لري.

داراز، له سږني اوړي راهیسې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي، د پاکستان پوځ او پخواني وفاقي حکومت په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د طالبانو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دا تورونه رد کړل.

مجاهد په اګست کې وویل چې پاکستان دې له خپل امنیتي وضعیت سره "دقیق چلند" وکړي او حل دې يې د کور دننه پیدا کړي.

هغه په بیان کې وویل، چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت خلاف وکارول شي.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي ول، "افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي. موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي."

د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG