د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: د انتخابي نخښو بدلول د ټاکنو ځنډېدو اندېښنې پیدا کړې دي


پاکستان کې یو انتخاباتي افسر د رایې پر پاڼې د یو کس نوم او شناختي کارډ نمبر لیکي - پخوانی انځور.
پاکستان کې یو انتخاباتي افسر د رایې پر پاڼې د یو کس نوم او شناختي کارډ نمبر لیکي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې په انتخابي نخښو کې د بدلونونو له کبله د ټاکنو ځنډېدو اندېښنې پیدا شوې دي.

کمېشن د جنورۍ پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۳مه د نوماندانو د نخښو تر اعلانولو دوه ورځې وروسته یې د رایو پاڼو (انتخابي پرچو یا بیلټ پېپرز) چاپولو بهیر پیل کړی دی خو پر دې سربېره په مختلفو ځایونو کې د نخښو بدلولو سلسله روانه ده.

بیان وايي، کله چې نوماندان خپلې انتخابي نخښې بدلوي نو بیا کمېشن اړ کېږي چې د رایو نوې پاڼې چاپ کړي چې هغه کار وخت ته اړتیا لري چې له کبله یې ټاکنې ځنډېدای شي.

کمېشن وايي چې پر دې هم غور کوي چې که په ځینو انتخاباتي حلقو کې د نخښو بدلول و نه درېدل، نو هلته به ورسره د ټاکنو له ځنډولو پرته بله لاره نه وي.

په پاکستان کې د لیک لوست کچ ټیټ دی چې له وجې یې انتخاباتي کمېشن ګوندونو او نوماندانو ته ځانګړې نخښې ورکوي چې دا بیا له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د نوماند نوم نه شي لوستای خو نخښې پېژني او د خپلې خوښې ګوند یا امېدوار ته ووټ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپریم کورټ په وروستیو کې د انتخاباتي کمېشن د پرېکړې په ملاتړ له تحریک انصافه د کرکټ د بیټ (بلې) نخښه واخیسته او د هغه ګوند نوماندان یې په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخې اخیستو ته اړ کړل.

کمېشن هغو نوماندانو ته بېلابېلې نخښې ورکړې خو د تحریک انصاف ځینو غړو او ځینو نورو خپلواکه امېدوارانو مشال راډیو ته ویلي چې کمېشن ورته مناسبې نخښې نه دي ورکړې نو ځکه یې بدلوي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د انتخاباتو لپاره کیمپېن پیل شوی او نوماندانو د سړکونو په مینځ کې پر برېښنايي ستنو بینرونه لګولي دي - د جنورۍ نهمې انځور.
په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د انتخاباتو لپاره کیمپېن پیل شوی او نوماندانو د سړکونو په مینځ کې پر برېښنايي ستنو بینرونه لګولي دي - د جنورۍ نهمې انځور.

تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې د بیټ له نخښې پرته هم په ټولټاکنو کې ګډون کوي او د دې لپاره د جنورۍ پر ۱۴مه کیمپېن هم پیل کړ.

د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فايز عیسا په مشرۍ د قاضي محمد علي مظهر او قاضیې مسرت هلالۍ درې کسيزه جرګګۍ د جنورۍ پر ۱۳مه د پېښور های کورټ هغه پرېکړه رد کړه چې پکې یې د تحریک انصاف ګوند ته د بیټ نخښې ورکولو امر کړی وو.

درېواړو قاضیانو په شریکه لنډه فيصله کې وويل چې د تحريک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او د ټاکنو کمېشن له قواعدو سره سم نه ول او ورباندې د ګوند ۱۴ غړو شکايتونه لرل او هغو غړو له تحریک انصاف سره خپل تعلق هم ثابت کړی وو.

د جنورۍ پر ۱۰مه د های کورټ د دوو قاضيانو جرګګۍ د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته امر وکړ چې پي ټي ای ته دې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره خپله پخوانۍ انتخاباتي نښه بحاله کړي.

د بیټ نخښې په اړه بحثونه تر هغې وروسته پیل شول چې د انتخاباتو کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تحریک انصاف ته په ۲۰ ورځو کې دننه د ګوندي انتخاباتو کولو امر وکړ او زیاته یې کړې وه چې که هغه ګوند داسې و نه کړي نو په انتخاباتو کې به ورته د کرکټ د بیټ انتخاباتي نخښه ور نه کړي.

تحریک انصاف ګوند د ډېسېمبر پر دویمه داخلي انتخابات وکړل او ګوهرعلي خان د عمران خان پر ځای، چې د ۲۰۲۳ز کال له اګست راهیسې په زندان کې دی، بې له مقابلې د تحریک انصاف مشر او عمر ایوب یې عمومي سېکرټر په توګه منتخب شول خو انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل چې د تحریک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او انتخاباتي کمېشن له قانون سره سم نه ول شوي نو ځکه ورته د کرکټ بیټ نخښه نه ورکوي.

تحریک انصاف د کمېشن د پرېکړې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ او عدالت د ډېسېمبر پر۲۶مه په لیکلي امر کې انتخاباتي کمېشن ته د تحریک انصاف د ګوندي تصدیقنامې او انتخاباتي نخښې د بحالولو سپارښتنه وکړه.

تر هغې وروسته، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، انتخاباتي کمېشن په پېښور های کورټ کې هغې پرېکړې ته د بياکتنې درخواست جمع کړ چې های کورټ ومانه او د کمېشن پخوانۍ پرېکړه يې بحاله کړه.

تحریک انصاف د هغې په غبرګون کې بيا په عدالت کې درخواست جمع کړ چې د جنورۍ پر ۱۰مه يې دوه کسيزه جرګګۍ پرېکړه واوروله او ګوند ته يې اجازه ورکړه چې د عامو انتخاباتو لپاره د بيټ نخښه وکاروي خو د ټاکنو کمېشن د عدالت دا پرېکړه په سپریم کورټ کې چیلېنج کړه.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي. په پاکستان کې انتخاباتي کمېشن هر ګوند او خپلواکو نوماندانو ته انتخابي نخښې ورکوي.

پخوانی کرکټر عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې د سیاست ډګر ته داخل شو او پاکستان تحریک انصاف ګوند یې جوړ کړ.

نوموړي او ګوند یې په ۱۹۹۷ز کال کې په انتخاباتو کې د بیټ نخښې په کارولو برخه اخیستې وه.

هغه ګوند د ۲۰۰۲ز، ۲۰۱۳ز کال او ۲۰۱۸ز کلونو په عامو انتخاباتو کې هم د بیټ نخښه کارولې وه. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ په مخالفت کې د ۲۰۰۸ز کال له انتخاباتو پرېکون کړی وو.

تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلې وې چې په نتیجه کې یې عمران خان وزیراعظم شو. نوموړی د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو د عدم تحریک له لارې له دندې ګوښه شو.

عمران خان د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې بندي دی او پرضد یې یوشمېر نورې مقدمې هم دي چې هغه یې سیاسي بولي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG