د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي د خبريال خليل اپرېدي په وژنه کې ککړ کسان به "ډېر ژر" ونيسي


خيبر کې د جون پر ۱۹مه خبریالان او ځايي اوسېدونکي د خلیل اپرېدي تابوت لېږدوي.
خيبر کې د جون پر ۱۹مه خبریالان او ځايي اوسېدونکي د خلیل اپرېدي تابوت لېږدوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف ويلي چې د خیبر ضلعې د خبریال خلیل جبران اپرېدي په وژنه کې ککړ کسان به "ډېر ژر" ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

بیرسټر سيف د جون پر ۲۰مه د خلیل اپرېدي کلي سلطان خېلو ته د هغه د فاتحې لپاره ورغلی وو. نوموړي له هغه وروسته د لنډي کوتل په پریس کلب کې خبریالانو ته د وینا پر مهال وویل چې حکومتي ادارو د اپرېدي د وژنې پلټنې پیل کړي او هڅه کوي چې د هغې پېښې عاملین زر تر زره ونیول شي.

سیف همداراز وویل چې خلیل اپرېدی د ترهګرۍ ښکار شوی او حکومت به یې له کورنۍ سره مالي مرستې هم کوي.

د خیبر پولیس وايي چې خلیل اپرېدی د جون پر ۱۸مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د لواړګي په سلطانخېلو مزرینه کې هغه وخت پټ مخو وسلوالو وواژه چې کله هغه خپل کور ته پر لاره وو.

د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د هغه کورنۍ او د لواړګي د خبریالانو مرکز چارواکي وايي چې وسلوالو ورته له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه کول.

د جون پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې خبريالانو د پرېس کلبونو مخې ته د خليل اپرېدي د وژنې پرضد احتجاج وکړ. هغوی د اپرېدي د قاتلانو د نيولو خبريالانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کولې.

تر دې وړاندې، د جون پر ۱۹مه خبریالانو د اپرېدي تر جنازې وروسته د احتجاج پر مهال وویل چې د جون پر ۲۱مه پر باب خیبر (د خیبر درې پر دروازې) مظاهره کوي چې پکې به له حکومته د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب غوښتنه کوي.

په خیبر کې خبریالانو د خپل ملګري د وژنې ضد احتجاج کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

د خیبر پښتونخوا د خبریالانو ټولنې مشر شمس مومند د احتجاج پر مهال مشال راډيو ته وويل چې هغوی له حکومته د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب غوښتنه کوي.

ده له وضاحت ورکولو پرته خبریالانو ته د ګواښونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: "دا پر موږ د بریدونو درېيمه لړۍ ده. په پخوانیو دوو کې مو شپږ، شپږ خبریالان ملګري له لاسه ورکړي دي. دا یې یو وار بیا موږ ته خبرداری راکړ چې که تاسو زموږ د خوښې خبر نه ورکوئ نو دا حال به مو وي."

د خیبر ضلعې د لنډي کوتل (لواړګي) پرېس کلب غړو په عين حال کې د خبریال خلیل جبران اپرېدي پر وژنه د درو ورځو وير (ماتم) هم اعلان کړی دی.

خلیل اپرېدی په خیبر کې د خیبر نیوز ټېلېوېژن خبریال او مدني فعال وو. نوموړی دوه ځلې د لنډي کوتل پرېس کلب مشرۍ دنده ترسره کړې وه.

د هغه کورنۍ وايي چې وسلوالو ورباندې پخوا د لاسي بم برید کړی وو. د اپرېدي کورنۍ وايي چې وسلوالو یې د ۲۰۱۷ز کال د نومبر پر ۲۴مه تر ګاډي لاندې بم ايښی وو چې هغه نه وو چوولی. پر هم هغه ورځ د ملېشې ځواک سرتېرو نوموړی او څلور نور خبریالان ونیول چې تر څو ورځني بند وروسته یې خوشې کړل.

د رسنیو څار یوشمېر کورني او نړیوال سازمانونه پاکستان د خبریالانو له سختو خطرناکو هېوادونو یو بولي.

په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) سږ کال د مې پر درېیمه د بیان د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل کلني رپورټ کې وویل چې په هغه هېواد کې خبریالانو او رسنیو ته بېلابېل ګواښونه زیات شوي دي.

فریډم نېټورک ویلي چې د ۲۰۲۳ز کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل پورې د یو کال په موده کې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي ول. د ادارې په خبره، په هغه موده کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوې وې چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبريالانو د خونديتوب په اړه یو قانون جوړ کړ. د هغه قانون له مخې، حکومت به د هر سړي او ادارې له خوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG