د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونیار خان: د خیبر پښتونخوا حکومت د امنیت په اړه غونډه کوي


په ډېره اسماعیل خان کې پولیس د پهرې پر مهال - پځوانی انځور.
په ډېره اسماعیل خان کې پولیس د پهرې پر مهال - پځوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا یو وزیر وايي چې ژر به د صوبې د اعلاوزیر په مشرۍ په یوه غونډه کې د ناامنۍ د ختمولو په اړه تګلاره جوړه شي.

د عامې روغتیا د انجینرۍ چارو (پبلېک هېلت انجینییرنګ) وزیر پښتونیار خان د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت امنیت ته ژمن دی او د دې لپاره خپل ټول وسایل په کار راولي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له یوې مودې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضع خرابه ده او په وروستیو کې یوشمېر حملې شوې دي.

پښتونیار خان وویل چې ناامني "تر ټولو لویه مسله ده" چې د صوبې د "ترقۍ مخه یې ډب کړې ده" او په بریدونو کې "ځوانان په نخښه کېږي او وژل کېږي."

ده د غونډې نېټه و نه ښوده خو و یې ویل چې په هغه لوړپوړې ناسته کې به "له امنیتي ادارو سره په سلا مشوره یوه تګلاره جوړېږي او د عملي کولو لپاره به ضلعي انتظامیو ته سپارل کېږي."

پښتونیار خان وویل، وار له مخه یې د بنو د امن جرګې په ګډون په غونډو کې ګډون کړی دی او نورو ولسي ناستو ته هم ورځي.

په بنو کې د ټولو قبیلو مشرانو د جون پر نهمه په امن جرګه کې له حکومته غوښتي ول چې هلته دې د وسلوالو پټنځایونه او مرکزونه ختم کړي.

پښتونیار خان په صوبايي اسمبلۍ کې د بنو استازی دی. په هغه او نورو جنوبي ضلعو کې د امنیت وضعیت خورا خراب دی او پکې پر ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.

خو دی وايي چې حکومتي عملداري قایمه ده او همدا لامل دی چې لوی اختر یې په خپله سیمه کې وکړ چې موخه یې ولس ته د امنیت په اړه ډاډ ورکول ول.

البته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د صوابۍ د ټوپۍ استازی رنګېز خان، چې د تحریک انصاف په پلوۍ د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې منتخب شوی وو، له خپل وزیر سره موافق نه دی.

ده د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت مسله هوارول د صوبايي یا وفاقي حکومت د وس کار نه برېښي.

رنګېز خان د پاکستان امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) ته په اشاره وویل، "د امنيت مسله چې د چا په لاس کې ده نو نه صوبايي او نه هم مرکزي حکومت ورته څه ويلای شي. د صوبې په هغو سيمو کې چې امنيت يې زيات خراب دی، د حکومت عملداري نه شته. هلته امنيتي ادارې د خپل پلان مطابق کار کوي. صوبايي حکومت يوازې د ښاري سيمو د امنيت ساتنې په برخه کې خپلې هڅې کوي."

ورته نظر په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد هم لري. نوموړی وايي، تر هغو چې د پاکستان منتخب ولسي حکومتونه په بشپړه توګه بااختياره شوي نه وي، په هغه هېواد کې د ناامنۍ او ترهګرۍ مسلې نه شي حلېدای. "د پاکستان امنيتي مسلې د دې هېواد د پوځي اېسټيبلېشمنټ په لاس کې دي. سياسي حکومتونه په دې معاملو کې له سره څه ويلای نه شي او که څه وايي هم نو ډېر په وېره."

شاهد د خیبر پښتونخوا د صوبايي او د پاکستان د وفاقي حکومتونو ترمینځ اختلافاتو ته په کتو وايي چې په هغه صوبه کې "امنيتي مسلې ځکه هم زياتې شوې چې په پېښور او اسلام اباد کې د حکومتونو ترمینځ هېڅ رابطه نه شته. بلخوا امنيتي ادارې په خپل پلان کې د سياسي حکومتونو رایه نه اخلي. زه وايم چې د امنيتي مسلو حل ته يوه سياسي تګلاره په کار ده. خو له بده مرغه، په پاکستان کې سياسي مشرانو ته، هغه که د هر ګوند دي، واک نه ورکول کېږي."

مشال راډيو د جون پر ۲۰مه هڅه وکړه چې د خيبر پښتونخوا د امنيتي مسلو په اړه د وفاقي حکومت دريځ هم معلوم کړي خو بېلا بېلو وزيرانو يې ټېلېفوني رابطو ته ځواب و نه وايه.

البته د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جون پر ۱۰مه په لکي مروت کې پر يوې پوځي قافلې تر وسلوال بريد یوه ورځ وروسته په بیان کې هوډ ښوولی وو چې حکومت يې له هېواده "د ترهګرۍ بشپړه خاتمه" کوي.

د پاکستان پوځ هم په خپلو بيانونو کې وايي چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې يې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG