د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د خبریال خلیل اپرېدي د وژنې پرضد مظاهره شوې ده


خبریالان او ځايي اوسېدونکي د خلیل اپرېدي تابوت لېږدوي - د جون ۱۹مې انځور.
خبریالان او ځايي اوسېدونکي د خلیل اپرېدي تابوت لېږدوي - د جون ۱۹مې انځور.

په خیبر ضلع کې خبریالانو د خپل یو ملګري د وژنې پرضد مظاهره کړې ده.

د جون ۱۹مې مظاهره د لواړګي (لنډي کوتل) په سلطانخېلو مارکېټ کې د خبریال خلیل اپرېدي د جنازې تر لمانځه وروسته شوې ده.

د اپرېدي جنازې ته د خیبر او پېښور له خبریالانو پرته فعالان او د سیمې ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا د خبریالانو ټولنې مشر شمس مومند تر جنازې وروسته خبریالانو ته وویل چې د جون پر ۲۱مه پر باب خیبر (د خیبر دروازې) مظاهره کوي چې پکې به له حکومته د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب غوښتنه کوي.

د خیبر پولیس وايي چې خلیل اپرېدی د جون پر ۱۸مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د لواړګي په سلطانخېلو مزرینه کې د وسلوالو په برید کې ووژل شو.

د لواړګي تاڼېدار امجد اپرېدي د جون پر ۱۸مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو پر اپرېدي او د هغه پر ملګرو ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل شو او د هغه یو ملګری سجاد اېډووکېټ ژوبل شو.

پولیس وايي چې اپرېدی او ملګري یې د مزرینې یو سیلځای ته تللي ول او کور ته پر لاره د حملې ښکار شول.

امجد اپرېدي زیاته کړه چې د وسلوالو مخونه پټ ول او په یو موټر کې سپاره ول چې تر حملې وروسته وتښتېدل.

د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د هغه کورنۍ او د لواړګي د خبریالانو مرکز چارواکي وايي چې وسلوالو ورته له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه کول.

د هغه کورنۍ وايي چې وسلوالو ورباندې پخوا د لاسي بم برید کړی وو. د اپرېدي کورنۍ وايي چې وسلوالو یې د ۲۰۱۷ز کال د نومبر پر ۲۴مه تر ګاډي لاندې بم ايښی وو چې هغه نه وو چوولی. پر هم هغه ورځ د ملېشې ځواک سرتېرو نوموړی او څلور نور خبریالان ونیول چې تر څو ورځني بند وروسته یې خوشې کړل.

خلیل اپرېدی په خیبر کې د خیبر نیوز ټېلېوېژن خبریال او مدني فعال وو. نوموړی دوه ځلې د لنډي کوتل پرېس کلب مشرۍ دنده ترسره کړې وه.

د رسنیو څار یوشمېر کورني او نړیوال سازمانونه پاکستان د خبریالانو له سختو خطرناکو هېوادونو یو بولي.

په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) سږ کال د مې پر درېیمه د بیان د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل کلني رپورټ کې وویل چې په هغه هېواد کې خبریالانو او رسنیو ته بېلابېل ګواښونه زیات شوي دي.

فریډم نېټورک ویلي چې د ۲۰۲۳ز کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل پورې د یو کال په موده کې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي ول. د ادارې په خبره، په هغه موده کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوې وې چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبريالانو د خونديتوب په اړه یو قانون جوړ کړ. د هغه قانون له مخې، حکومت به د هر سړي او ادارې له خوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG