د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په بشام کې پر چینايي انجینرانو د برید پلټنې لپاره ګډه تحقیقاتي ډله جوړوي


امنیتي سرتېري په بشام کې تر برید وروسته د پېښې په ځای کې پلټنې کوي - د مارچ ۲۶مې انځور.
امنیتي سرتېري په بشام کې تر برید وروسته د پېښې په ځای کې پلټنې کوي - د مارچ ۲۶مې انځور.

د پاکستان حکومت د خیبر پښتونخوا په بشام کې پر چینايي انجینرانو د ځانمرګي برید د پلټنو لپاره د ګډې پلټنیزې ډلې جوړولو پرېکړه کړې ده.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې دا فیصله د مارچ پر ۲۷مه د وزیراعظم میا شهباز شریف په مشرۍ د امنیت په اړه په ځانګړې غونډه کې شوې چې پکې وفاقي وزیرانو، د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر، د څلور واړه صوبو اعلا وزیرانو، چیف یا لوړپوړو سېکرټرانو او د پولیسو مشرانو ګډون وکړ.

ده وویل، حکومت فیصله کړې چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ټولو اړونده خواوو په همغږۍ تګلاره جوړه کړي. "دا پرېکړه هم وشوه چې د [ناامنۍ] پېښو مخنیوي لپاره چې کومه تګلاره جوړه شي، په هغې کې به د [ادارو ترمینځ] د همغږۍ یو پیاوړې کړنلاره هم جوړېږي. داسې تګلاره به وي چې پکې به د ټولو خواوو له یو بل سره فعاله رابطه وي. د [چینايي انجینرانو] د وژنو د پلټنې لپاره د ګډې تحقیقاتي ډلې پر جوړولو هم موافقه وشوه. [پلټنیزه] ډله به جوړېږي چې هرومرو د هغې پېښې پلټنې وکړي ځکه چې پکې چینايي وګړي په نښه شوي دي."

د پاکستان حکومت دا فیصله تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د شانګلې په بشام کې په برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د هغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

پر هم هغه ورځ چین له اسلام اباده د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه. د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف تر حملې څو ساعته وروسته په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغی او هلته یې سفیر ته د پېښې د چټکو پلټنو ډاډ ورکړ.

د کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو څو کلونو راهیسې کار روان دی چې د جوړولو پر مهال پرې تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس حمله شوې وه چې پکې د نهو چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په چینایانو بریدونه شوي دي او د یوشمېر حملو ذمه وارۍ بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې دي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې بلوڅ وسلوالو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او ګټو څو ځلې حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG