د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت له افغانستانه پاکستان کې د حملو پلانولو تور په "کلکه" رد کړی دی


په بشام کې امنیتي سرتېري د مارچ پر ۲۶مه تر حملې وروسته د سیمې جاج اخلي.
په بشام کې امنیتي سرتېري د مارچ پر ۲۶مه تر حملې وروسته د سیمې جاج اخلي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا په "کلکه" رد کړې چې په پاکستان کې وروستۍ حملې په افغانستان کې پلان شوې وې.

په همدې حال کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم ویلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې پراته دي او هم هلته فعالیت کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر اوومه د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال احمد شريف په اسلام اباد کېخبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې په هغه هېواد کې پر چينايانو د بريد وروستي بريد په ګډون يوشمېر نورې حملې په افغانستان کې پلان شوي چې "افغانان" پکې "ښکېل" دي.

ده دعوه وکړه چې پر چینايي انجینرانو ځانمرګی برید یو افغان کړی وو خو د دې د ثابتولو لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې اسلام اباد په دې اړه د طالبانو له حکومت سره "کره ثبوتونه" هم شريک کړي دي، خو لا عمل ورباندې نه دی شوی.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول. هغو انجینرانو د بر کوهستان په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د مې پر اوومه پر اېکس په بیان کې د جنرال شریف څرګندونې رد کړې او و یې ویل چې د هغه دعوې "بې مسوولیته او له حقیقته لیرې" دي.

خوارزمي وړاندې لیکلي دي چې د خیبر پښتونخوا په هغه سیمه کې چې د امنیتي ځواکونو تر سختو تدابیرو لاندې ده، د چینايي وګړو وژل کېدل د پاکستان د "امنیتي ارګانونو (ادارو) کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه" کوي.

خوارزمي ویلي دي چې په دواړو صورتونو کې مسوولیت د پاکستان د پوځ پر غاړه دی.

نوموړي په بیان کې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت په دې اړه له خپل لوري چین ته هم ډاډ ورکړی دی او هغوی پر "دې حقیقت پوه شوي دي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکېل نه دي."

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په دوامداره توګه په پاکستان کې بريدونه کوي.

خو د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني د نوموړي تر څرګندونو څو ساعته وروسته په بیان کې د افغانستان له خاورې پر پاکستانه د حملو دعوه رد کړه.

نوموړي ویلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې پراته دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په بیا بیا د پاکستانیو چارواکو دا ډول تورونه رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG