د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په حملو کې ۳ تنه وژل شوي، ۶ سرتېري ژوبل دي


شه شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
شه شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا حملو کې درې تنه وژل شوي او شپږ امنیتي سرتېري ژوبل دي.

د سیمې پولیس چارواکو، ضلعي انتظامیې او استخباراتي چارواکو له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د جون پر ۱۸مه سهار مهال د میرلي په اېسوړي کې پر هغو کسانو ډزې وکړې او درې واړه یې ووژل.

تر اوسه معلومه نه ده هغه کسان چا او ولې وژلي دي او ورباندې د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د شمالي وزیرستان چارواکو وویل چې د جون پر ۱۸مه ماښام مهال وسلوالو د میرامشا پر چشمه پل پوسته برید وکړ چې پکې شپږ امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

هغو چارواکو هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو لومړی پر پوستی د لاسي بم برید وکړ او بیا یې ډزې پیل کړې.

پر پوستې د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او هدفي بريدونه پکې زیات شوي دي.

د جون ۱۸مې له پېښې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر ځايي فعالانو، مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جون پر شپږمه په دته خېلو کې د یو ځوان مړی موندل شوی وو چې تر تښتولو وروسته ویشتل شوی وو. تر دې یوه ورځ مخکې په حیدرخېلو کې وسلوالو حکومت ته تسلیم شوي درې کسان وژلي ول.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول. چې تر ۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG