د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: د وسلوالو برید کې ۱ نرښځی ژوبل شوی دی


په پاکستان کې نرښځیانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا د امنیت غوښتنې لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې نرښځیانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا د امنیت غوښتنې لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د وسلوالو په برید کې یو نرښځی ژوبل شوی دی.

د نوښار د کینټ تاڼې پولیسو مشال رادیو ته په استولي ابتدايي معلوماتي رپورټ (اېف ای ار) کې ویلي دي چې پر عبدالله، چې د کشن په نوم پېژندل کېږي، برید د جون پر ۱۹مه په خپله دېره کې شوی دی.

رپورټ وايي چې وسلوال هغه ته پټ ناست ول او چې نوموړی له غسلخانې بهر ووت نو ورباندې یې ډزې وکړې.

د پولیسو رپورټ کاږي چې ۲۳ کلن کشن پر کیڼه پښه لګېدلی چې د درملنې لپاره د نوښار ضلعي روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر هغه حمله چا او ولې کړې ده، خو پولیس وايي پلټنې یې پیل کړې دي او په برید کې د ککړو کسانو په لټه کې دي.

د نوښار د نرښځيانو مشر ساحل له رسنیو سره په خبرو کې له چارواکو څخه د پېښې د پلټنو تر څنګ د نرښځیانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ټرانسجېنډر الاینس په نوم د نرښځيانو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي تنظیم مرستیالې مشرې ماهي ګلې د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په هغه صوبه کې د روان کال له پیل راهیسې په حملو کې څلور نرښځیان وژل شوي دي.

نوموړې وايي چې د هغوی د غونډو کړیو ارقامو له مخې، له ۲۰۰۹ز څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۲ نرښځيان وژل شوي دي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيو امنیت ته ژمن دي. د صوبې پولیسو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې وویل چې په تاڼو کې یې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره د جلا څانګې پرانیستو پرېکړه کړې ده.

په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې دولت هغوی ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول د ټولو اساسي حقونو ورکولو ضمانت ورکړی دی خو پر دې سربېره د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت پر نرښځیانو حملې او تشدد کېږي او ورسره توپیر پالل کېږي.

په هغه قانون کې دا هم راغلي ول چې نرښځيان د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې د خپل جنس ټاکلو حق لري.

خو په ۲۰۲۳ز کال کې وفاقي شرعي عدالت د نرښځيانو لپاره په شناختي کارډونو کې په خپله خوښه د جنس ټاکلو اجازه ناقانونه کار وباله. تر هغې وروسته حکومت د قانون پر یوشمېر برخو عمل ودراوه.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG