د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ۲ امنيتي سرتېرو په ګډون ۳ کسان وژل شوي دي


په کورمه کې امنیتي سرتېري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
په کورمه کې امنیتي سرتېري ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو امنيتي سرتېرو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د سرحدي ځواک (اېف سي) يو چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازې نه لرلو له امله نه غوښتل چې نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۲۵مه د کورمې په متاسنګر سيمه کې په يو کور کې په "غير قانوني توګه دېره" کسانو د امنيتي ځواکونو پر غړو د چاپې پر مهال ډزې وکړې چې پکې د اېف سي ځواک دوه سرتېري ووژل شول.

چارواکي زياته کړه چې د ډزو په تبادله کې يو ۱۲ کلن ځايي ماشوم هم وژل شوی دی.

نوموړي ادعا وکړه، پر کوم کور چې امنيتي ځواکونو چاپه وهلې، هغه د يو افغان وګړي دی چې هلته له ډېر وخت راهیسې استوګن وو.

د چارواکي په خبره، د کور مالک تر پېښې وروسته تښتېدلی چې پرضد يې په سيمه کې د لټون عملیات روان دي.

تر اوسه وسلوالو يا خپلواکه سرچينو په دې اړه څه نه دې ويلي.

په خیبر پښتونخوا کې وسلوال وخت په وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کوي.

د اپرېل پر ۲۴مه د خیبر ضلعې په بره باړه کې په یوه بمي چاودنه کې د سرحدي ځواک يا اېف سي لږترلږه ۱۵ سرتېري ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد اداره (سي ټي ډي) وايي چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

هغې ادارې په وروستي رپورټ کې ویلي دي چې په جنورۍ، فبرورۍ او مارچ پر پولیسو ټولې ۵۹ حملې شوې دي چې پکې ۴۹ پولیس وژل شوي او ۴۸ ژوبل دي.

رپورټ وايي، د درو میاشتو په موده کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.

په خيبرپښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې بدامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان پوځ د اپرېل پر ۲۲مه په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG