د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ولې زیات شوی دی؟


پراګ - د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ ار سي پي) وایې د تېر په نسبت اوس په دغه هیواد کې د ښځو پر ضد تشدد زیات شوی دی.


په روانه میاشت کې د بشري حقونو کمېشن خپور شوی رپورټ وايي، د پاکستان په مختلفو برخو کې پر ښځو تشدد او د دوی سره زور زیاتی د پخوا پرتله زیات شوی دی.

دغه ادارې په خپل رپورټ چې ښځو ته برابري (د ټولو پرمختګ ۲۰۱۴ م) کال په نوم خپور شوی، وایي، دوی په دې تېرو ورځو کې پر ښځو تشدد سخت اندېښمن کړي دي.

د دې رپورټ تر مخه، یوازې په لاهور ښار کې د تېر کال د جنوري ته تر اګست پورې د جنسي تېري ۱۱۳ پېښې په تاڼو کې ثبت شوې دي.


د دستکارۍ د یو مرکز جوړول د ښځو د مسلو حل نه دی. باید د دې لپاره قانون سازي وشي.
صایمه منیر
رپورټ وايي، له بده مرغه په داسې کېسونو کې ککړ ډېر کم خلک نیول شوي او یا سزا ورکړل شوې ده، او هم په دغه دوران له ۳۲ ښځو او نجونو سره اجتماعي جنسی تېري شوي دي.

د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې اداره عورت فاونډېشن وایي په خیبر پښتونخوا کې نه یوازې د غیرت په نامه ښځې وژل کېږي بلکې پر ښځو په کورونو کې هم تشدد زیات شوی دی.

د عورت فاونډیشن یوه کارکوونکې صایمه منیر وایي تېر حکومت په اسمبلۍ کې پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره قانون وړاندې کړی وو، خو تر اوسه پر دې قانوني بل یا ډرافټ کار نه دی شوی

((د دستکارۍ د یو مرکز جوړول د ښځو د مسلو حل نه دی. باید د دې لپاره قانون سازي وشي. په خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د کورنۍ له خوا د تشدد د مخنیوي قانون نشته، او که په نورو صوبو کې دغه قانون سازي شوې نو باید په خیبر پښتونخوا کې هم وشي.))

د بشري حقونو کمېشن په خپل رپورټ کې دا هم وایي چې د جنسي زیاتیو کېسونه زیاتره له ښځینه ماشومانو سره شوي دي، چې پکې په پنجاب صوبه کې یو پینځه کلنه ماشومه هم شامله ده.

چې په ټولنه او د خلکو په سوچ کې بدلون نه وي راغلی تر هغې دا مسلې نشي ختمېدای.
ثمر من الله
د دغه رپورټ ترمخه، دا یوازې پنجاب نه دی بلکې په سېند کې هم داسې کېسونه رپورټ شوي دي، چې یوه پکې کاینات سومرو هم ده، چې تر اوسه د خپل ځان لپاره د انصاف په تکل کې ده.

رپورټ لیکي د فاټا او ملاکنډ ښځې هم د نا امنۍ له وجې له یو لړ مسلو سره مخامخ شوي دي، او باید د دوی د مسلو اړخ ته زیات پام وکړل شی.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي ثمر من الله وایي چې په ټولنه کې بدلون نه وي راغلی د ښځو پر ضد تشدد او د دوی په زوره ودول او یا په بدو کې ورکول نشی ودرېدای

((چې په ټولنه او د خلکو په سوچ کې بدلون نه وي راغلی تر هغې دا مسلې نشي ختمېدای. باید په نوښار او پېښور او نورو سیمو کې دیني عالمان په جوماتونو کې دا اعلان وکړي چې پر ښځو تشدد، د دوی سره زور زیاتی کول د اسلام خلاف دی، او دا هر څه یوازې په حکومت هم پریښودل نه دي پکار. تر څو چې موږ ټولو په دې کار کې خپل رول نه وي لوبولی تر هغې بدلون نشي راتللی.))

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي، تر هغې په ټولنه کې بدلون نشي راتللی چې ښځو او نجونو ته یو شان تعلیم، د دوی حقونه او اقتصادي ازادي نه وي ورکړل شوې.
XS
SM
MD
LG