د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د ورزشکارانو مالي امکانات لږ دي


که څه هم په خوست کې ورزش پرمختیا کړې او ډیری مروجې لوبې دلته غښتلي ورزشکاران لري، خو د خوست له ساحې د باندې که چیرې دوی د ولایتونو په سطحه مسابقاتو کې برخه اخلي، یا په ملي کچه سیالیو ته ورځي نو بیا يې مالي امکانات ډېر محدود او لږ وي.

که څه هم په خوست کې ورزش پرمختیا کړې او ډیری مروجې لوبې دلته غښتلي ورزشکاران لري، خو د خوست له ساحې د باندې که چیرې دوی د ولایتونو په سطحه مسابقاتو کې برخه اخلي، یا په ملي کچه سیالیو ته ورځي نو بیا يې مالي امکانات ډېر محدود او لږ وي.

د پنجشنبې پر ورځ د خوست د المپیک امریت او د بیلابیلو ورزشي فدراسیونونو مشرانو مشال راډيو سره په خبرو کې له سوداګرو، پانګوالو، موسساتو، رسنیو، حکومتي ادارو او نورو ټولنیزو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې یوه، یوه لوبډله دې په مالي برخه کې تمویل کړي، تر څو لوبډلې پر ځان بسیا شي، همدارنګه سپورټ پرمختګ وکړي او ورزشکاران هم خوست ته ډېرې بریاوې لاسته راوړي.

دوی چې د پکتیا په سپورټي سیالیو کې د ګډون په موخه د خوست د وزن پورته کولو د منتخبې لوبډلې((پاور لپټینګ))د تګ او مخه ښې له پاره په یوه ناسته کې راټول شوي ول، لوبډلمشر فیض محمد ګلاب دوست وویل، چې خوستوالو ورسره تل مالي همکارې کړې، خو د ورزش د پرمختیا له پاره باید دا ډول مرستې لا ډېرې شي:

((د خوست له خلکو سره دې خدای ښه وکړي، همیشه يې ورزشکاران سپانسر کړي دي، کله چې موږ مسابقاتو ته روان شوي یو، نو دوی موږه سره مرسته کړې ده، خو له نورو خلکو مې هم غوښتنه دا ده، چې په دې برخه کې کمک وکړي، تر څو ورزشکاران دا احساس کړي، چې خلک يې تر شا شته.))

د وزن پورته کولو د لوبډلې یو تن ورزشکار میرعلي وايي، چې په پکتیا او ورپسې په کابل کې د سیالیو له پاره يې ښه تیاری نیولی، ده هم غوښتنه وکړه، چې لوبډلو سره دې په مالي لحاظ مرستې وشي.

وحیدالله امان زوی چې ورزشکارانو ورته د خوست تر ټولو د زورو انسان نوم ورکړی تمه لري، چې په پکتیا کې د زون په سطحه او د وزن پورته کولو په راتلونکو ملي سیالیو کې به یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړي:

((یو نیم کال مخکې مې د افغانستان په سطحه لومړی مقام اخیستی وو، په خوست کې سیالۍ جوړې شوې وې، چې په هغه کې مې د خوست تر ټولو د زورو انسان مقام ګټلی وو، انشاالله دا مقام به بیا هم زه لاسته راوړم.))

د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ وايي، چې د پاور لپټینګ په لوبډله ډېره خوارې شوې ده او دی هیله لري، چې دوی به خوست ته ویاړنې راوړي.

د پکتیا په مرکز ګردیز کې د خوست د وزن پورته کولو د لوبډلې د ګډون دا ځل مالي لګښت کلید ګروپ پر غاړه اخیستی دی.

په خوست کې دکلید د راډیو مشر نورا جان بهیر وايي دا، چې ورزشکاران په دې ځای کې ښې لاسته راوړنې لري، نو یوه موخه يې د دوی هڅونه ده او بل لوري ته غواړي، چې نورو بنسټونو ته هم دا روحیه ورکړي، چې ورزشي لوبډلې په مالي لحاظ تمویل کړي.

د یادونې وړ ده د خوست په ښار او اطرافو کې لسګونه زرو کسانو چې ډیری يې ځوانان دي، ورزش ته مخه کړې، که څه هم په ښار کې د وزن د پورته کولو په ګډون د رزمي سپورټ کلپونه ډېر تر سترګو کیږي،

خو کریکټ بیا هغه لوبه ده، چې واړه او ځوانان پرې لګیا دي او مینه وال يې هم د هرې ورځې په تيریدو ډېریږي.

XS
SM
MD
LG