د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهاب الدین: که فاټا بل اسمبلۍ ته وړاندې نه شو، استعفا ورکوم


شهاب الدین خان
شهاب الدین خان

د فاټا ځنې د پارلیمان غړي له حکومته ګیله کوي چې د فاټا د اصلاحاتو عملي کولو لړ کې له سنجیدګۍ کار نه اخلي او څو څو واره يې دغه بل د قامي اسمبلۍ له ایجنډې لېرې کړ.

خو بل پلو حکومت وايي چې دوی د فاټا له هغه ټولو خلکو سره په دې مشوره کول غواړي چې د دې عمل برخه من دي.

د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وویل چې حکومت فاټا اصلاحات د مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزي له وجې نه بلکې په این ایف سي ایوارډ کې د قبایلو د برخې په وجه يې نه عملي کوي.

په اسلام آباد کې د فاټا ځنې د پارلیمان غړي وايي چې حکومت ورسره څو څو واره لوظونه وکړل خو تر دې دمه يې د فاټا اصلاحاتو بل په قامي اسمبلۍ کې وړاندې نه کړو.

له مشال راډیو سره خبرو کې د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وویل چې حکومت فاټا اصلاحات د مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزي له وجې نه بلکې په این ایف سي ایوارډ کې د قبایلو د برخې په وجه يې نه عملي کوي.

د نوموړي په خبره که د روانې میاشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې فاټا اصلاحاتي بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې نه کړو نو دی به له اسمبلۍ استعفا ورکړي.

شهاب الدین خان زیاته کړه دې فکر کوي چې د مولانا صېب دومره طاقت نشته خو چې کومه اصله خبره ده هغه د دریو في صده په این ایف سي ایوارډ کې د برخې ده چې فاټا ته به يې ورکوي مرکز هغې ورکولو ته تیار نه دی ځکه چې ووټونه راروان دي او دوی دغه پېسې د ووټونو په مهم باندې لګول غواړي نو ځکه فاټا اصلاحاتو کې د ځنډ نه کار اخلي.

خو دې وايي دا به خامخا عملي کېږي او که څه هم لږ ایسارتیا پکې راغلې خو دوی به په هرجوړ قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا ورګډوي.

مشال راډیو چې په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر ناصرخان اپریدي نه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې ځنې د پارلیمان غړي د قبایلو دا مسله لانجه منه جوړوي باید چې ټول سره یوځای کېني او دا مسله هواره کړي.

نوموړي وویل په دې بل باندې د دوی له حکومت سره خبرې هم شوي دي او د قبایلو ټول د پارلیمان غړي په دې کې موجود وو او سلا شوې وه چې یو بل به راوړي.

نو دې ګڼي چې دا خبره په بایکاټ یا احتجاج نه کېږي بلکې په ناسته باندې کېږي ځکه چې د فاټا مسله ډېره لویه مسله ده دا دومره په تادۍ کې نه ده پکار نو باید چې د یوې طریقې د لارې دا کار سرته ورسولې شي.

بل پلو د سېفران وزیرمملکت غالب خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت په فاټا اصلاحاتو کې سنجیده دی او هم په دې وجه يې بل راوړې او دا عمل يې شورو کړې او پخواني وزیر اعظم نوازشریف د موجوده وزیر اعظم شاهدخاقان عباسي ته ویلي چې د قبایلي سیمو د مسلې د حل لپاره خصوصي اقدامات وکړي.

غالب خان زیاته کړه تر اوسه پورې شاه جي ګل او شهاب الدین د انضمام خبره کوله او اوس بل څه وايي نو دې دوی ته د خدای روی ورکوي چې را دې شي او سره دې کېښني ځکه چې دا مسله یواځې د دوی شخصي نه ده بلکې د ټولو قبایلو ده نو پکار ده چې سره کېښني او بله دا چې حکومت په دې اصلاحاتو کې سنجیده دی ځکه خو يې په دې دومره غونډې وکړې او غواړي چې دا اصلاحات عملي کړي.

د زیارت په ورځ په لاهور کې پخواني وزیر اعظم نوازشریف د موجوده وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات کې ویلي چې د فاټا اصلاحاتو لړ کې د مولانا فضل رحمان او نورو برخه منو اندېښنې لېرې کړي او دغه ټول په اعتماد کې واخلي چې دا مسله ژر تر ژره هواره کړي.

یاده دې وي چې د سېفران وفاقي وزیرعبدالقادربلوچ اود منصوبه بندۍ د کمېشن ډپټي چېرمېنسرتاج عزیز د روانې میاشتې په پیل کې پهخبرې غونډه کې ویلي وو چې د دسمبر په یولسمه به فاټا اصلاحاتي بل اسمبلۍ ته وړاندې کوي خو تر د ۲۱ م دسمبر پورې جاري غونډه کې دغه بل وړاندې نه کړې شو په کومه چې بیا بیا مخالفې ډلې له غونډې واک اوټ وکړو.

XS
SM
MD
LG