افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پوځ دې د هېواد د امنیت ساتلو لپاره چمتو اوسي.
دا خبره نوموړي د جولای پر ۲۲مه په جلال اباد کې د پوځ سېلاب قول اردو له افسرانو سره د لیدو پر مهال کړې ده.
ارګ په يوه بیان کې ویلي، ولسمشر په دې کتنه کې پوځيانو ته وويل چې د مخالفو وسله والو د پلانونو د شنډولو لپاره دې تګلاره برابره کړي.
ولسمشر غني په داسې حال کې له افغان پوځیانو سره ويني چې طالبانو د هېواد په یو شمېر برخو کې حملو ته زور ورکړی دی.
افغان ولسمشر د جولای پر ۲۱مه په کابل کې د ځانګړو ځواکونو له سرتېرو سره ولیدل او تېره اوونۍ هرات او کندهار ته هم تللی وو.
په همدې حال کې د سره صلیب نړيوالې ادارې د جولای پر ۲۱مه په يو راپور کې وويل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د شاوخوا ۵۰،۰۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.