بادغیس کې له سختې وچکالۍ ولس کوچېدلی
د افغانستان په بادغيس ولايت کې وچکالۍ خلک اړ اېستلي چې له کليو څخه نورو سيمو ته کډه وکړي او ان ځينو په ماشوموالي کې خپلې لوڼه واده کړې دي. ملګرو ملتونو ويلي چې سږني ژمي کې به د دې هېواد ۲۲ میليونه وګړي له لوږې سره مخامخ وي. په دې اړه د فرانس پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.