پکتیکا 30 تنه وسلوال مخالفین ووژل شول




دپنجشنبې په شپه دپکتیکا ولایت اړوند دسروضې ولسوالۍ دمرزکو په سیمه کې دافغان پولیسو پر یوه امنیتي پوسته وسلوالو طالبانو برید کړی ،چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دپکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل ،چې په دې برید کې 30تنه وسلوال مخالفین وژل شوي ،چې د 26 تنو دمړو جسدونه يې دجګړې په ډګر کې پاتې شویدي.

ښاغلي افغان پدې وسلوال برید کې د 5 تنو محلي او ملي پولیسو وژنه او د7 نورو ملي او سیمه ییزو پولیسو ټپي کیدل تائید کړل . دده په وینا پدې جګړه کې دنړیوالو پوځیانو هوايي ځواک هم له ملي او محلي پولیسو سره حمایوي مرسته کړیده.

دپکتیکا د والي ویاند زیاتوي ،چې په همدې شپه دسروبي ولسوالۍ د پاڼې په سیمه کې یو تن وسله وال کس هغه مهال محلي پولیسو له خوا په ډزو سره ووژل شو ،چې غوښتل يې ددوی پر پوځیانو برید وکړي . ده وویل ،چې بریدګر احسان الله نومیده او له ځانه سره يې دپاکستان دتابعیت اسناد درلودل .

بلخوا دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ادعا کړې ،چې پدې نښته کې يې ملي او محلي پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او یو شمیر کسان يې اسیر نیولي دي . ده دخپلو 5ملګرو وژنه منلې ده ،خو دپکتیکا ځايي مسوولین دوسلوالو مخالفینو دا ادعا ناسمه بولي.


خبریال/نجیب الله الوخیل