'پښتانه قبایل بې کوره کېږي او له تعلیمه محرومېږي'

Pakistan -- Pashtunkhwa: Swat blazed school students problem, November 22, 2013.

د شعور فاونډیشن سروې دا هم وايي، چې د پوځي عملیاتو له وجې د فاټا په لکونو خلک په دې تېرو کالونو کې بې کوره شول، چې دغه هم د تعلیم د کمي یوه مهمه وجه ده.

په پاکستان کې د تعلیم او پوهې لپاره کارکونکې اداره شعور فاونډیشن په خپله یوه سروې کې وایي په قبایلي سیمو کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې د نجونو تعلیمي شرح په دې وروستیو کالونو کې ډېره ټیټه شوې ده. او باید وفاقي حکومت یې د حل او د وران کړل شوو ښوونځيو «سکولونو« بیا رغولو ته ځانګړی پام واړوي.

شعور فاونډیشن په قباییلي سیمو کې د نجونو تعلیم پر ټیټې شوې کچې اندېښنه ښودلې.

د شعور فاونډیشن د دغه سروې لمخې له دریو تر ۱۳ و کالو په عمر کې څه باندې ۱۴ فیصده ماشومانې له سره ښوونځيو ته نه دي تللې. په فاټا کې د نجونو د تعلیم عمومي شرح ۲۷ فیصده ده، او د هلکانو تعلیمي شرح ۷۳ فیصده ده.

دغه سروې دا هم وایي د نجونو د تعلیم شرح هغه وخت زیاته کمه شوې ده، کله چې دوی له بنیادي ښوونځيو و های سکولونو ته ځي. د دغه ادارې یوه کارکونکې ساره مغل وایي د دوی د څېړنې له مخې د بدامنۍ او د قبایلي دودونو له وجې د نجونو تعلیمي شرح ټیټه شوې ده.

((په دې کې موږ ښودلي دي، چې زیاتره د سختدریځۍ او بدامنۍ له وجې د نجونو تعلیمي شرح کمه ده، او دا شان د هلکانو د تعلیم شرح هم د ملک د نورو برخو په نسبت کمه ده. په سیمه کې وسلوالو ګڼ ښوونځي وران کړي دي. په دغو کې د هلکانو او نجونو دواړو سکولونه الوځول شوي دي. پاتې شو دودونه نو دغه خو له پخوا راهیسې روان دي، خو کوم څیز چې دوی له پرمختګه دروي، هغه بدامني ده))

د فاټا د تعلیم محکمې یو چارواکی هاشم خان وایي په زیاتره قبایلي سیمو کې په سکولونو کې یا خو امنیتي عسکر دېره دي، یا دغه سکولونه او کالجونه د پوځي عملیاتو له وجې بند پراته دي، او یا وسلوالو ویجاړ کړي دي، نو ځکه د دغه سیمو تعلیمي شرح ورځ په ورځ کمېږي.

دغه سروې ښيي، چې، په ابتدايي ښوونځيو کې د نجونو تعلیمې شرح ۳۳ فیصدي ده، او په منځنیو ښوونځيو «هایېر سیکنډري سکولونو» کې دغه شمیره ۱۳و فیصدو ته ټیټه شوې ده، چې په ټول هیواد کې تر ټولو کمه د نجونو تعلیمي شرحه ده.

د شعور فاونډیشن کارکونکې ساره مغل وایي باید حکومت د قبایلي سیمو د تعلیم کچې زیاتوالې لپاره په دوو خبرو کار وکړي، یو د امنیت په ښه کولو او بل دغلته د پر مختګ په کارونو. دا وایي، (( ګورئ د دې حل باید وفاقي حکومت راوباسي، د ترهګرۍ او بدامنۍ ختمولو لپاره خو موږ وینو چې پوځي عملیات روان دي، خو د له دې وروستو باید بیا سکولونه پرانستل شي، او د دې لپاره په ټولنه کې داسې کمپین پکار دئ، چې خلکو ته دا یقین ورکړي چې ماشومان به يې په سکولونو کې محفوظ وي، او دوی ته د تعلیم اهمیت په اړه بیا بیا وویل شي، د سکولونو د حفاظت لپاره حکومت کار وکړي. او باید دغلته د ویجاړ کړل شوو سکولونو په بیا جوړولو او د پرمختګ په کارونو پیسې ولګول شي، او په خلکو کې د پوهې پیدا کولو لپاره کمپین وچلول وشي. ))

دغه سروی دا هم وایي، د قبایلي سیمو سکولونه بنیادی سهولتونه لکه یوه ښه ودانۍ، د څکلو پاکې اوبه، پکي، په کلاس کې د ماشومانو کېناستو لپاره بېنچونه، د ټوایلټ نظام، د استادانو او پتېره د ښځو استادانو کمی هم په فاټا کې د نجونو او هم د هلکانو تعلیمي شرح کمه کړې ده.

د شعور فاونډیشن سروې دا هم وايي، چې د پوځي عملیاتو له وجې د فاټا په لکونو خلک په دې تېرو کالونو کې بې کوره شول، چې دغه هم د تعلیم د کمي یوه مهمه وجه ده.