د بشري حقونو فعالان وايي، چې په افغانستان کې د ټولنې د یو شمېر نورو بې وزله وګړو په شان معلولین، معیوبین او د جګړو د قربانیانو د کورنیو غړي هم په ژوندانه کې له بیلابیلو کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دوی وايي که له یوې خوا په ټولنه کې د معلولینو د ژوند د ښه کولو له پاره د پام وړ کار نه دی شوی، بل لوري ته معلولین او د جګړې د قربانیانو کورنۍ د خپلو قانوني حقوقو او امتیازاتو څخه هم بې برخې دي.
د بشري حقونو فعالانو یادې څرګندونې د سې شنبې پر ورځ په خوست کې د معلولینو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.
یاده لمانځغونډه چې په خوست کې د ګردیز د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر په بلنه جوړه شوې وه، د یاد دفتر د معلولینو د برخې مشر ولي محمد نوروز له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د معلولینو مادي او معنوي ملاتړ دې وکړي.
د ده په خبره معلولین په ټولنه او حتی د کورنۍ په چاپیریال کې له یو شمېر محرومیتونو او رواني زورونو سره مخامخ دي:
"معلولینو ته کار نه پیدا کیږي، تعلیم ته په ښه ډول لاسرسۍ نه لري، په حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې هم د دوی جذب ته زمینه نه ده برابره، د تګ او راتګ لپاره په ترانسپورټ کې نه تخفیف او په لوړ پوړیزو ودانیو کې د معیوبینو د پورته کیدلو له پاره د ځانګړو لارو نه شتون له دې سربیره معلولین په کورنیو کې هم له ستونزو او محرومیتونو سره مخامخ دي."
د معولینو د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړو هم برخه اخیستې وه.
د یادې شورا رئیس عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې د معلولینو او په جګړو کې د وژل شویو کسانو د قربانیانو ستاینه وکړه.
ده وویل که نن ورځ افغانستان د یو خپلواک او ولسواک نظام لرونکی دی، اساسي لامل يې د معلولینو هغه قربانۍ دي، چې د زورواکۍ، ظلم، بې عدالتۍ او د پردیو د استبداد پر وړاندې يې کړې دي.
د خوست د ولایتي شورا رئیس هم په خپلو خبرو کې ومنله چې معلولینو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې، خو ده معلولینو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی د حقونو د ترلاسه کولو له پاره به ولایتي شورا په هر ګام کې د معلولینو تر شا ولاړه وي او له هر مقام څخه به د دوی حقونه وغواړي.
د بشري حقونو د ګردیز د دفتر د ښوونې روزنې د برخې مشر یوسف ملاتړ هم په خپلو خبرو کې له افغان حکومت وغوښتل، چې د شعار او تشې خولې د ژمنو پر ځای دې د معلولینو د ژوندانه د ښه کولو له پاره عملي ګامونه پورته کړي.
یوسف ملاتړ وویل که حکومت معلولینو او د جګړې د قربانیانو کورنیو ته د ډوډۍ د ورکولو توان نه لري، نو لږ تر لږه د ډوډۍ د پیدا کولو لار دې ورته وښيي او د دوی کاري وړتیاوې دې پورته کړي تر څو د نورو له محتاجۍ خلاص شي:
"معلولینو د هېواد له پاره ګناه نه ده کړې، قرباني يې ورکړې ده، په خپل ژوند کې دې هغه حق چې په ټولنه يې او هغه حق چې قانون ورکړی دی هغې ته خو دې درناوی وشي، احترام دا نه دی چې زه خفه یم چې ته محتاج يې، احترام يې دا دی چې د معلولینو مشکل حل شي، که دوی په کور کې ډوډۍ نه لري، د ډوډۍ د پیدا کولو چال وروښيئ."
یاده دې وي چې په خوست کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو غړیو په کراتو د اعتراضیه غونډو، لاریونونو او خبري ناستو له لارې غوښتنه کړې چې دوی ته نه یوازې په ښار کې د نمرو په وېش، د مارکیټونو او سوداګریزو ساحو په توزیع او کاري فرصتونو کې قانوني ونډه نه ده ورکړل شوې بلکې د دوی قانوني غوښتنو ته هم چارواکو لازمه پاملرنه نه ده کړې.