”زه د حق نارې وهم ته مې سر پرېکړه“

که چېرې غواړئ نن سبا په ټوله نړۍ کې یو بې وسه قام ووینی او یا د یو قام بې وسي لیدل غواړی نو پښتونخوا ته ولاړ شئ. دا هغه پښتونخوا ده چې لرغونې اثار لري، د خوشال حان خټک او رحمان بابا غوندې خلک یې پیدا کړي دي، د غني خان غوندې فکر لرونکې یې نړۍ ته ښودلي دي.

د سوات، کالام او ناران غوندې سیمې لري چې په نړۍ کې یې ډېر کم ساری لیدل کېږي، د ګندهارا تهذیب مرکز پاتې شوې ده، په مینه مین خلک، په مېلمه یې ځان وژلی او تل یې سرښندنې کړې دي. د دې خاورې ځلمو نه یوازې د تورې، ټوپک او قلم جنګ کړی دی، بلکې ښځو او نجونو یې هم لکه د نر غیرت او پت پاللی دی.

دې خاورې د باچا خان غوندې خلک زېږولي دي، چې نه یوازې د دې سیمې بلکې په ټوله نړۍ کې یې د امن او عدم تشدد پیغام خپور کړی دی، او کیدای شي دا هم هغه وجه وي چې دښمن دومره ترې وېرېږي چې د باچا خان بابا په دیوال لږیدلی عکس هم نشي زغملی، او هم دا هغه وجه ده، چې وسلوالو د چارسدې پر باچاخان پوهنتون د تیرې چارشنبې په ورځ وسلوال برید وکړ، او حتا په لمانځه ولاړ زدهه کونکي یې هم پرېنښودل.

صاحب شاه صابر وایي

څه که حالاتو پرې لښکرې وکړې ــــ زړه مې خیبر وو سومنات نشو

پښتون نن سبا هم مړ دی او همپړ . د پښتنو د نن دښمن ډېر هوښیار دی، هغه ځکه چې پښتون په پښتون وژني، حلالوي یې، او بیا نړۍ ته هم ښیي چې ګوره دا قام څومره وحشي دی.

د پېښور ارمي پبلک سکول د یوه وژل شوي ماشوم ؛علي؛ مور رایاده شوه، هغه وایي، ژوند، خندا، خوشالي خو یې ولاړه، دا هر څه اوس بې معنا ورته ښکاري، او اوس د بل بچو ته دعا کوي. د علي مور تېره ورځ یو ځل بیا وویل خو په یو ځای مو دې ووژني نو ښه به وي، دا څه راته یو بچی نن او یو سبا په نښه کوي.

زما له عمر سره سمه ــــ میرات شې غمه په خندا دې تیرومه

دا یوازې د علې مور نه ده، د شهزاد مور هم دغسې غم لري، د پروفېسر حامد حسېن پلار وایي ملا یې ماته شوه، او دا داسې ده لکه چې د دښمن ملا خو ماته نشوه، خو دښمن د پښتنو ملا ماته کړه، او لا یې هم زړه نه دی یخ.

وخته دلته چې قدم ږدې نو په خیال ږده ــــ د دې خاورې کاڼې بوټې شهیدان دي