د پاناما کېس پلټنو درېیم راپور سپریم کورټ ته وړاندې کېږي

د پاناما اسنادو مخې ته تر راتلو وروستو د سپريم کورټ په امر د وزيراعظم نوازشريف د کورنۍ د مالي اثاثو جاج اخېستلو لپاره جوړه پلټنيزه ډله جي اي ټي نن د پنجشنبې په ورځ خپل درېم راپور عدالت کې جمع کوي.

سږ کال د مې پر ۱۶مه نېټه جوړه ډله به خپل راپور د سپريم کورټ خصوصي درې کسيزه بنچ ته وړاندې کوي چې مشري يې جسټس اعجاز افضل خان کوي.

د دې پلټنو په لړ کې وزيراعظم نوازشريف، د پنجاب اعلا وزير شهباز شريف، د وزيراعظم زامنو حسن او حسېن تر دې دمه خپل بيانونه ورکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نوازشريف: د پاناما اسنادو مقدمه کې به بريالي کېږو

د وزيراعظم زوم کېپټن (ر) صفدر هم د جون پر ۲۴مه شپږ کسيزه ډلې جي ای ټي وربللی دی.

د دې ترڅنګ د اېف ای اې پخوانی مشر او د پيپلز ګوند د حکومت پخوانی وزير سېنېټر رحمان ملک هم د جمعې په ورځ وربلل شوی دی چې د خپلې دورې مهال د شريف کورنۍ د کاروبار په لړ کې شوې پلټنې به له پلټنيزې ډلې سره شريکوي.

د ذکر ده چې تر دې وړاندې ګډې پلټنيزې ډلې يا جواينټ انويسټي ګمیشن ټيم دوېم راپور د جون پر اوومه په عدالت کې جمع کړی وو.

د جولای پر اوومه نېټه د ټاکل شوې شپږ کسيزه ډلې وخت ختمېږي چې وروسته به خپل بشبړ راپور له سپارښتنو سره عدالت ته وړاندې کوي.