د نقیب مسود د وژنې مقدمه بل عدالت ته لېږل کېږي

د نقیب مسود د وژنې تور د کراچۍ ملیر پولیسو پر مشر راو انور لګول کېږي خو هغه ترې انکار کوي

د سیند های کورټ په یوه مشکوک پولیس حمله کې د وژل شوي نقیب الله مسود د پلار غوښتنه منلې چې د زوی مقدمې اورېدنه دې یوه بل عدالت ته واستوي.

د ګل په ورځ سیند های کورټ کې د چیف جسټس احمد علي شېخ په مشرۍ د نقیب الله مسود د پلار محمد خان درخواست واورېد چې د ترهه ګرۍ ضد عدالت پر ښځینه ججې خالده یاسین باندې باور نه لري او نه غواړی چې د خپل زوی د وژنې مقدمه د هغې په عدالت کې وچلوي.

د درخواست په اړه له مشال ریډیو سره په خبرو کې د نقیب الله مسودد تره زوی نور رحمان وویل:

''دا مقدمه مو په دې وجه بل عدالت ته واړوله چې سیند ته به تګ راتګ وو خو څه نتیجه به يې نه راوتله او په دې کې څه پرمختګ په نظر نه راځي او بله دا چې سرکاري وکیلانو په خپله پر دې ججې عدم اعتماد ښودلی وو او دوهمه دا خبره ده چې پر راو انور باندې په رپورټ کې جرمونه ثابت شوي خو تر دې دمه په دې مقدمه کې دوی ته څه پرمختګ نه ښکارېدو او تراوسه راو انوار ته سزا ملاو شوه او مقدمه ډېره ورو روانه وه نو ځکه مو د بل عدالت غوښتنه وکړه.''

دا هم وګورئ: د نقيب مسود وکيلان د راو انوار خلاف های کورټ ته ځي

دا هم وګورئ: د نقیب په وژنه تورن د راو انوار په بله مقدمه کې هم ضمانت وشو

یاده دې وي چې خالده یاسین په ذکر شوې مقدمه کې اېس اېس پي ملیر راو انوار او ډي ایس پي قمر احمد شیخ ته ضمانتونه هم ورکړي دي چې د منسوخولو لپاره یې د نقیب الله مسودپلار درخواست جمع کړی دی.

د نقیب الله مسودد وژنې قضیه او د ترهه ګرۍ عدالت پر جج د بې باورۍ په باب د قانوني چارو کارپوه او وکيل عبدالرحیم وزیر مشال راډيو ته وویل چې یاد عدالت د مقدمې اورېدنه ځنډوله:

''که له قانوني پلوه ورته وکتل شي نو په فوجداري عدالتونو کې مسله دا وي چې ته مقدمه څومره ځنډوې هغومره شهادتونه کمزورې کېږي او په ثبوتونو کې رد او بدل کېږي نو دغه څه د نقیب الله مسود مقدمه کې لیدل کېږی. ځکه چې بل پلو راو انوار او د هغه په شا چې څوک ولاړ دي هغه ډېر اثر رسوخ والا دي نو په دې کې هم دا امکانات دي چې دا کمزورې کړل شي.''

د یادونې ده چې د ۲۰۱۸ زکال په دیارلسمه جنورۍ د کراچۍ پولیسو د ملیر په سیمه کې د اېس اېس پي راو انوار په مشرۍ د ترهه ګرۍ ضد کاروايۍ دوارن څلور تنه وژلي ول. چې پکې یو اوویشت کلن نقیب الله مسودهم وو. خو روستو بیا دغه پولیس مقابله جعلي ثابته شوه او له احتجاجونو پس په نولسمه جنورۍ د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار د دې نوټس واخیستو دا راز په یویشتم مارچ راو انوار د مقدمې اورېدنې دوران ونیول شو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ملک محمد خان: د نقیب زوی وینه به کله خرڅه نه کړم