د پاکستان او افغانستان یو شمېر پښتانه وايي چې د ځينو جعلي فېس بک اکاونټونو له لارې د دوي په منځ کې نفاق ته لمن وهل کېږي.
د دواړو هېوادونو فعال ځوانان وايي بايد د ولسونو ترمنځ د نفرت ختمولو لپاره کار وشي.
د مشال راډيو د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې په کابل کې ځوان مدني فعال او خبريال انيس الرحمان او په پېښور کې د فاټا ځوانانو جرګې مشر ارشد اپريدی مېلمانه وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
دوی پر پورته یاده شوې موضوع بحث کړی دی او یو شمېر اورېدونکو هم د ټلیفون له لارې په خپرونه کې برخه اخیستې ده.
د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
د ځوانانو غږ خپرونه دلته واورئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.