په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو په مرکز کې چاودنې پنځه وسله وال وژلي او ۱۰ نور یې ژوبل کړي دي.
د جنوبي وزیرستان پولیسو د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ وړاندې د اکتوبر پر ۳۰مه، کشمیر ګټ سیمه کې د تحریک طالبان ګنډاپور وسله والې ډلې په یو مرکز کې دغه چاودنه شوې ده.
د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا برید د بې هوابازه الوتکې (ډرون) په واسطه ترسره شوی دی. دغه تن د خپلې غاړې د پنځو طالبانو د ژوبلېدو خبره تایید کړه.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، په مرکز کې چاودنه د طالبانو د خپل بم د چاودېدو له کبله شوې ده. نوموړي وویل، دا خبره نه شي تاییدولی چې ګینې حمله به د پاکستان د بې پایلټه الوتکې لخوا ترسره شوې وي.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۷مه، دپېښور د دیر کالونۍ په یوه مدرسه کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان موژل شوي او خوا اوشا ۱۰۰ کسان ژوبل شوي ول. تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.