د روسیې چاودنې د پوځي چارو لیکوال وژلی، ۳۲ ژوبل

روسي پولیس تر چاودنې وروسته د سېنټ پیټرزبرګ له چایخانې سره نېږدې ولاړ دي - د اپرېل درېیمې انځور.

د روسیې دولتي خبري اژانس ار ای اې ویلي دي چې په سېنټ پیټرزبرګ ښار کې په یوه چاودنه کې د پوځي چارو یو لیکوال یا بلاګر وژل شوی او پکې د ژوبلو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.

چارواکو تر دې مخکې ویلي ول چې د اپرېل دویمې په چاودنه کې ۲۵ کسان ژوبل شوي ول.

اژانس د اپرېل پر درېیمه ویلي دي چې په ژوبلو کې د ۱۰ کسانو روغتیايي حالت ښه نه دی او زیاتوي چې په چایخانه کې په چاودنه کې لیکوال ولادلېن تاتارسکي، چې اصلي نوم یې مکسیم فومېن وو، وژل شوی دی.

د نوموړي له وژنې ښکاري چې دا د روسیې پر خاوره ظاهراً دویمه داسې پېښه ده چې پکې د اوکراین له جګړې سره نېږدې تړاو لرونکی کس وژل کېږي.

بلخوا انټرفیکس خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت د دریا ترېپوفا په نوم یوه ښځه په پېښه کې د ککړتیا په تور د مطلوبو کسانو په نوملړ کې شامله کړې ده.