پي اېس اېل: نن د پېښور زلمي او ملتان سلطانز ترمينځ سيالي ده

د مارچ پر څلورمه اسلام اباد یونایټېډ پېښور زلمي لوبډلې ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې نن ملتان سلطان او پېښور زلمي لوبډلې یو بل ته مخامخ شوي دي.

د مارچ پر پينځمه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه.

پېښور زلمي د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د مارچ پر څلورمه اسلام اباد یونایټېډ پېښور زلمي لوبډلې ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې اسلام اباد یونایټېډ لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکليو ۲۰ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې.

په ځواب کې د پېښور زلمي لوبډلې په ټاکليو ۲۰ اورونو کې ۱۶۷ منډې وکړې او نهه لوبغاړي يې وسوځېدل.

د اسلام اباد یونایټېډ شاداب خان پر ۵۱ توپونو ۸۰ منډې وکړې او بل خوا يې د پېښور زلمي لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او دا ډول د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په پېښور زلمي لوبډله کې تر ټولو زياتې منډې عامر جمال وکړې. هغه پر ۴۹ توپونو ۸۷ منډې وکړې.

ټاکل شوې چې سبا (د مارچ پر شپږمه) به په لومړۍ لوبه کې کراچۍ کېنګز او کوټه ګلېډیېټرز او په دويمه لوبه کې به اسلام اباد یونایټېډ او لاهور قلندرز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.

لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.