د خیبر پښتونخوا تعلیمي بورډونو د نهم او ۱۰م ټولګیو نتیجې اعلان کړې

په سوات کې د ښوونځي زده کونکې ـ پخوانی انځور.

د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا اتو تعلیمي بورډونو د نهم او ۱۰م ټولګیو د کلنیو ازموینو نتیجې د اګست په اتمه اعلان کړې دي.

د پېښور د ثانوي او اعلاثانوي تعلیم بورډ د نتیجو له مخې، په ساینسي مضامینو کې لومړی مقام درو نجونو ثانیې فیصل، سیدې سوېرا جهان او مروه عالم ګټلی دی.

دویم مقام هم د عایزې ایاز په نوم یوې نجلۍ خو درېیم پوزیشن بیا د مومندو کیډېټ کالج جعفر شاه ترلاسه کړی دی.

داراز، د ټولنیزو علومو درېواړه پوزیشنونه نجونو ترلاسه کړي دي.

په دې لړ کې د اګست پر اتمه د اعلا وزیر په دفتر کې یوه غونډه وشوه چې پکې چارواکو د ټولو بورډونو د لومړیو درې پوزیشنونو ګټونکو شاګردانو ته انعامونه ورکړل.

په خیبر پښتونخوا کې اته تعلیمي بورډونه دي چې پکې د پېښور، مردان، سوات، ملاکنډ، کوهاټ، بنو، ډېره اسماعیل خان او اېبټ اباد هغه شامل دي. دا بورډونه د نهم، ۱۰م، ۱۱م، او ۱۲م ټولګیو د ازموینو اخیستل او زده کوونکو ته د اسنادو ورکولو چارې پر مخ وړي.

په خیبر پښتونخوا کې د نهم او ۱۰م ټولګیو امتحانونو نتیجې ډېرې مهمې ګڼل کېږي. دا نتیجې د زده کوونکو لپاره د راتلونکي تعلیمي پرمختګ لپاره بنیادي ارزښت لري. د لسم ټولګي نتیجه د زده کوونکو په ۱۱م او ۱۲م ټولګیو کې د داخلې لپاره کلیدي ده، چې په دې اساس ښوونځي او تعلیمي ادارې زده کوونکو ته داخلې ورکوي.

دا راز، د ۱۰م ټولګي نتیجه زده کوونکو ته مسلکي لارښوونه کوي، ځکه چې دا نتیجه د دې پرېکړې لپاره مهمه ده چې زده کوونکي په راتلونکي کې د ساینس، انجنیري، طب، سوداګرۍ، یا هنر په کومه څانګه کې خپل تعلیمي سفر ته دوام ورکړي.