د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې د سپرلیو پر ګاډي د کمر پرېوتو په پېښه کې د دوو پوځي سرتېرو په ګډون درې تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.
د دې ضلع د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند عبدالرحمن د سېپټېمبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې له راولپېنډۍ څخه ګلګت ته پر روان بس د سمر ناله په غريزه سیمه کې کمر پریووت او درې کسان يې ووژل او یو يې ژوبل کړ.
چارواکي وایي، د ریسکیو او نېږدې د فوځي کیمپ سرتېرو متاثره خلکو ته مرستې رسولي دی.
په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو وروسته هلته ځینې وخت له غرونو کمرونه ښويېږي چې کله نا کله مرګژوبله اړوي. د اګست پر ۳۰مه هم د بر دیر په پاتراک سیمه کې د غره ښويېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ کسان وژل شوي ول.