د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډه د فبرورۍ پر ۲۹مه وربلل شوې ده


د قامي اسمبلۍ په غونډه کې به لومړی نوي منتخب شوي غړي سوګند اخلي او بیا به سپیکر او د هغه مرستیال ټاکي ـ پخوانی انځور
د قامي اسمبلۍ په غونډه کې به لومړی نوي منتخب شوي غړي سوګند اخلي او بیا به سپیکر او د هغه مرستیال ټاکي ـ پخوانی انځور

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د قامي اسمبلۍ د غونډې له راغوښتو انکار کړی خو د هغې اسمبلۍ سپیکر راجه پرويز اشرف دا غونډه د فبرورۍ پر ۲۹مه وربللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډاکټر عارف علوي د فبرورۍ پر ۲۶مه د پارلېماني چارو د وزارت سپارښتنه له لاسلیک کولو پرته ستنه کړې وه.

یاد وزارت ولسمشر ته سپارښتنه کړې وه چې د اتمي فبرورۍ په انتخاباتو کې د منتخب شويو غړيو د سوګند پورته کولو لپاره دې د قامي اسمبلۍ غونډه وروبلي.

ولسمشر علوي اعتراض کړی چې قامي اسمبلۍ کې د ښځو او اقليتي غړيو د ځانګړو څوکيو وېش نه دی شوی نو د هغه په خبره پارلېمان نيمګړی دی.

علوي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مخکښ هم دی، دا نیوکه له هغه وروسته کړې ده چې د تحریک انصاف غړي د قانوني ستونزو له کبله د اتمې فبرورۍ په انتخاباتو کې په خپلواک حيثیت ولاړ ول.

د یاد ګوند ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو چوکیو ترلاسه کولو لپاره خامخا په یو ګوند کې شاملېږي.

بلخوا په دې لړ کې په انتخاباتي کمېشن کې د سني اتحاد کونسل لخوا د داير شوي هغه درخواست اورېدنه د فبرورۍ پر ۲۸مه کېږي چې ایا سني اتحاد کونسل د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتي قانون له مخې په ځانګړيو څوکيو کې برخه لري او که نه؟

د قانون له مخې هر ګوند باید تر انتخاباتو وړاندې د ځانګړو څوکيو لپاره نوملړ جمع کړي خو سني اتحاد کونسل داسې کوم نوملړ نه دی جمع کړی.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات وشول.

که څه هم د انتخاباتو کمېشن دا ټاکنې پاکې او منصفانه بولي خو د ۹۲ چوکیو ګټونکي تحریک انصاف په ګډون دپاکستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې له هغوی سره پراخې درغلۍ شوې دي.

په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل، نېشنل ګوند او هزاره ډیموکرېټک ګوند د دې لپاره اتحاد کړی دی چې په شریکه د عامو انتخاباتو د نتیجو پرضد احتجاجونه کړي دي.

د بلوچستان ۴ ګوندونو پښين کې د انتخاباتي درغلیو ضد جلسه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

هغوی د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې د احتجاجي مظاهرو پرمهال تور پورې کړی دی چې " د جاسوسي ادارو په لاسوهنې سره له هغوی څخه ګټلې څوکۍ بیرته اخیستل شوې دي."

بلخوا په بلوچستان کې پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند هم د ورته تورونو پر اساس احتجاجونه کړي دي.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند د انتخابي نتیجو پرضد خپل احتجاجي تحریک ته دوام ورکړی دی او د فبرورۍ پر ۲۸مه یې په داسې وخت کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاج وربللی دی چې اسمبلۍ خپله لومړۍ غونډه کوي.

د دې تر څنګ په کراچۍ کې د جماعت اسلامي په ګډون یو شمېر ګوندونو احتجاجونه کړي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG