د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وایي ګوند یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه نه اخلي


مولانا فضل الرحمان کراچۍ کې یوې احتجاجي غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
مولانا فضل الرحمان کراچۍ کې یوې احتجاجي غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر ويلي چې ګوند به يې د مارچ پر نهمه د پاکستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

مولانا فضل الرحمان د مارچ پر درېيمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې دوی فکر کاوه چې د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې په "پراخه کچه ټګي" شوې وه خو سږ کال د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې "شویو درغلیو د ۲۰۱۸ ز کال د ټګیو رېکارډ مات" کړ.

خو انتخاباتي کمېشن دا تور په بیا بیا رد کړی دی او دریځ لري چې د ۲۰۱۸ز کال په څېر دا ځل هم عام انتخابات پوره راڼه، بې پرې او عادلانه ول.

مولانا فضل الرحمان وویل چې زړه يې غواړي چې د ګوند غړي یې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر او د سني اتحاد کونسل، چې زیاتره غړي یې د تحریک انصاف پلویان دي،نوماند محمود خان اڅکزي ته رایه ورکړي خو ګوند یې چې يې په انتخاباتو کې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې ده نو د هغې درناوی کوي.

مسلم لیګ (ن) او ځینو نورو ګوندونو د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د پيپلز پارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري نومولی دی.

له دې پرته د تحريک انصاف اتحادي ګوند سني اتحاد کونسل محمود خان اڅکزی خپل نوماند کړی دی. د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

ټاکل شوې چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه د نوماندانو د اسنادو کره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG