د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند انتخاباتو کې د درغلۍ ضد احتجاج کړی دی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نورو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهره وکړه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نورو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې د انتخاباتي درغلیو ضد مظاهره وکړه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په پېښور کې احتجاجي مظاهره کړې ده او د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې یې د پاکستان د پوځ د مبینه مداخلې غندنه کړې ده.

د پاکستان پوځ په انتخاباتو کې د مداخلې تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د انتخاباتو پر ورځ یې یوازې د امنیت چارې ترسره کړي دي. د انتخاباتو کمېشن هم وایي چې ټاکنې شفافې وې.

د ګوند پلویانو د مارچ پر پینځمه ناوخته د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته د مظاهرې پر مهال د خپل مشر محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه د پولیسو د چاپو غندنه هم وکړه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا مشر محمد علي خان مظاهرې ته وویل، چارواکي ګڼي چې د هغو چاپو له لارې به "د محمود خان [اڅکزي] غږ غلی کړي، خو پر دې عمل له هغوی بیا یوه غلطي وشوه او په پاکستان کې د جمهوري او غیر جمهوري سیاسي قوتونو ترمینځ صف بندي وشوه."

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان چارواکو تور پورې کړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې "ځمکه غصب یا قبضه کړې" چې ورڅخه یې د "کاروایۍ پر مهال بېرته اخیستې" ده.

چارواکو دا خبره د مارچ پر درېیمه شپې مهال تر هغې وروسته وکړه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند دعوه وکړه چې پولیسو د اڅکزي پر کور، ځمکه او د هغه د پلویانو پر کاروبارونو چاپې وهلې دي او یو ساتونکی یې له ځان سره بیولی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محمود خان پر کور او ځمکه د پولیسو د چاپې پرضد په کوټه، پېښور او نورو ښارونو کې هم مظاهرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG