د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي انتخاباتي بهیر کې یې هېڅ مداخله نه ده کړې


د پاکستان د پوځ سرتېري د فبرورۍ پر اتمه لاهور کې د انتخاباتو امنیت لپاره د ګزمې پر مهال.
د پاکستان د پوځ سرتېري د فبرورۍ پر اتمه لاهور کې د انتخاباتو امنیت لپاره د ګزمې پر مهال.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې یې "هېڅ مداخله نه ده کړې" او پر ستونزو سربېره یې د ټاکنو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړی وو.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د مارچ پر پینځمه په بیان کې ویلي دي چې پر هم هغه ورځ په راولپېنډۍ کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردوګانو د قومندانانو (کور کمانډرز) غونډه وشوه چې پکې هغوی د انتخاباتي بهیر لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره د ملکي انتظامیې، قانون پلي کوونکو ادارو او امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه.

پوځ دا بیان تر هغې وروسته ورکړی دی چې یوشمېر لویو او وړو ګوندونو د فبرورۍ تر اتمې وروسته تور پورې کړ چې امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) په ټاکنیز بهیر کې مداخله کړې ده او په عامو انتخاباتو کې ټګي شوې ده.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم په بیا بیا ویلي دي چې انتخاباتي عمل روڼ، بې پرې او عادلانه وو.

ای اېس پي ار په بیان کې د چا نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې قومندانانو د هېواد او رسنیو، "په ځانګړي ډول د ټولنیزو شبکو" پر یوې "وړې برخې" انتقاد او د "خپګان" څرګندونه وکړه چې د پاکستان د پوځ د بدنامولو هڅه یې وکړه او ورباندې یې په انتخاباتي عمل کې "د مداخلې بې ثبوته تورونه" پورې کړل.

بیان وايي، پر ځای د دې چې هغه شخصي ګټې لرونکي کسان پر "واقعي مسلو لکه ښه حکومتولۍ، اقتصاد رغونې، سیاسي ثبات او د ولس بهبود تمرکز وکړي،" هغوی د "خپلو ناکامیو لپاره د نورو د ملامتولو هڅه وکړه" او ټوله توجه یې "سیاسي بې ثباتۍ او بې یقینۍ پیدا کولو" ته ورکړه.

ای اېس پي ار زیاته کړې ده چې په پاکستان کې د "ولسواکۍ یا جمهوریت پیاوړتیا" د هېواد د مسلو د هواري لاره ده.

د پاکستان پر پوځ تر دې مخکې هم په سیاسي چارو د لاسوهنې او د جمهوریت د زیانمنولو تورونه پورې شوي دي چې هغه یې ردوي.

XS
SM
MD
LG