د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان: حکومتي چارې چلول د پوځ نه بلکې د ولسي مشرانو دنده ده


اېمل ولي خان وویل چې د بل هر وخت پرتله سږ کال په انتخاباتو کې ډېره ټګي شوې ده ـ پخوانی انځور.
اېمل ولي خان وویل چې د بل هر وخت پرتله سږ کال په انتخاباتو کې ډېره ټګي شوې ده ـ پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان ویلي دي چې حکمراني کول د پوځي مشرتابه نه بلکې د ولسي مشرانو کار دی.

نوموړي د مارچ پر پینځمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په سږنیو انتخاباتو کې د بل هر وخت پرتله زیاته درغلي شوې ده.

هغه د درغلیو د پلټنې غوښتنه وکړه. "زما په اند په پاکستان کې نورې ټولې ادارې مفلوجې دي خو یوازې یوه اداره داسې ده چې پر نورو حکمراني کوي او هغوی یې غلامي کوي. که څوک څومره هم ځواکمن وي او مېډالونه ورسره وي خو دلته [د واک اصلي سرچینه] ولس او ایین دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د مارچ پر پینځمه په بیان کې وویل چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې یې "هېڅ مداخله نه ده کړې" او پر ستونزو سربېره یې د ټاکنو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړی وو.

داراز، د پاکستان انتخاباتي کمېشن په ټاکنو کې د درغلیو تورونه ردوي او وايي چې انتخابات شفافه او منصفانه ول.

عوامي نیشنل ګوند د فبرورۍ پر ۱۴مه د انتخاباتي درغلیو پرضد د احتجاجي تحریک پیلولو اعلان کړی وو او په دې لړ کې یې لومړۍ احتجاجي جلسه د فبرورۍ پر ۲۰مه په صوابۍ کې او د فبرورۍ پر ۲۳مه په چارسده کې وکړه.

د پاکستان پر پوځ تر دې مخکې هم په سیاسي چارو د لاسوهنې او د جمهوریت د زیانمنولو تورونه پورې شوي دي چې هغه یې ردوي.

XS
SM
MD
LG