د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ یو ځل بیا د انتخاباتي ټګیو د پلټنو غوښتنه کړې ده


په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم غړو او د سیمې مشرانو د جرګې عکس ـ د فبرورۍ ۱۷مې انځور.
په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم غړو او د سیمې مشرانو د جرګې عکس ـ د فبرورۍ ۱۷مې انځور.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) یو ځل بیا د خپلو وژل شویو غړو لپاره د انصاف او د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې درغلیو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ګوند او ځینو قبیلو مشرانو د مارچ پر ۱۰مه په میرامشا کې جرګه او بیا احتجاجي لاریون وکړ. تر جرګې وروسته د اېن ډي اېم خیبر پښتونخوا ویاند جمال داوړ مشال راډيو ته وويل چې تر هغو چې د وزیرستان د خلکو رایې د هغوی منتخبو استازو ته نه وي ورکړل شوې نو احتجاجونو ته دوام ورکوي.

داوړ وویل چې چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې ټول انتخاباتي افسران به ورغواړي او د ټګیو پلټنې به کوي خو تراوسه داسې و نه شول.

اېن ډي اېم وايي چې د دوی مشر محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې د ګوند څلورغړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۴ تنه ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه. نوموړي ویلي ول چې په پېښه کې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې وه.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

پوځ او د شمالي وزیرستان انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د انتخاباتو کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او وايي چې ټاکنې شفافې، بې طرفه او عادلانه وې.

XS
SM
MD
LG