د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې بارانونو او ږلۍ يوشمېر فصلونه زيانمن کړي دي


په سوات کې باران او سیلۍ فصلونه زیانمن کړي دي ـ د اپرېل ۲۷مې انځور.
په سوات کې باران او سیلۍ فصلونه زیانمن کړي دي ـ د اپرېل ۲۷مې انځور.

د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) په پاکستان کې د اپرېل تر ۲۹ مې د باران، توپانونو او ږلۍ وړاندوینه کړې ده.

ادارې د اپرېل پر۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې بارانونه او توپانونه فصلونو، تعمیرونو او ودانیو ته زیان اړولی شي.

اېن ډي اېم اې ویلي دی چې خلک باید د غیر ضروري سفرونو او د سیندونو او نهرونو څخه له تېریدو ډډه وکړي، کچه کورونه ورغوي او د اوبو ایستلو ته لاره جوړه کړي.

بلخوا د پاکستان د موسمياتو محکمې هم د لويديځې څپې د پیلېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې د اپرېل تر ۳۰مې، دا په خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او مري کې د پراخو طوفانونو او بارانونو سبب کېدلی شي.

دا خبرداری په داسې وخت کې راغلی چې د پاکستان په ډېرو برخو کې د غنمو د فصل لوونه روان دي. کرونده ګر اندېښمن دي چې دا بارانونه یې پیداوار ته تاوان رسولی شي.

په سوات کې د کروندګرو د ټولنې مشر رحمت علي خان وایي چې سږ کال بې وخته بارانونو د زمیندارو د میوو باغونو، فصلونو او په ځانګړې توګه غنمو ته ډېر تاوان رسولی دی. هغه وایي د بارانونو وروسته د دوایانو او سرې نرخونه هم زیات شوي دي.

کروندګر وایي بې وخته بارانونه د غنمو فصل ډېر اغېزمن کړی دی.
کروندګر وایي بې وخته بارانونه د غنمو فصل ډېر اغېزمن کړی دی.

پي ډي اېم اې په بیان کې ویلي چې درانه بارانونه او تندرونه د سړکونو خرابولو خطرونه رامینځته کوي او مسافر او سیلانیان غرئیزو سیمو ته د تګ نه وړاندی باید د موسم تازه معلومات وڅاري، او په بیړنیو حالاتو کې د ځايي انتظامیې سره تماس ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې وروستیو بارانونو او سیلابونو سره په تړلیو پیښو کې خواوشا ۶۳ کسان وژل شوي او نور یو شمیر ټپیان شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتی افتونو د نظم ادارې په وینا، دا زیانونه د صوبې په ۲۱ ضلعو کې رسېدلي دي.

په دې ضلعو کې خیبر، کوز او بر دیر، کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، مانسهره، مومند، ملاکنډ، کرک، ټانک، مردان ، پپښور، چارسده، بونير، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي وزيرستان ، کوهاټ او اورکزی ضلع شامل دي.

د پي ډي اېم اې ترمخه د خېبرپښتونخوا په مختلفو ضلعو کې د دېوالونو او چتونو غورځېدو له کبله په بېلا بېلو پېښو کي ٣٢٠٢ کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د دوی په وینا، په دې کي ٤٧٧ کورونه مکمل ړنګ شوي دي او ٢٧٢٥ کورونو ته جزوي زیان رسیدلی دی.

صوبايي حکومت د مړو او ژوبلو له کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۱۰ اربه روپۍ جاري کړې دي او په قبایلي ضلعو کې د مرستو لپاره ٩٠ ملینه روپۍ جاری کړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. تر دې وروسته د بارانونو دویمه لړۍ پیل شوه چې د اپرېل له ۱۷مې تر ۲۲مې روانه وه.

اېن ډي اېم اې وایي چې د بارانونو دریمه لړۍ د اپرېل له ۲۵مې پیل شوې چې د دې میاشتې تر ۲۷مې به روانه وي.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG