د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف علي زرداري د ۱۴م ولسمشر په توګه لوړه وکړه


د پاکستان چیف جسټس قاضي فایز عیسا (ښي لوري ته) د مارچ پر ۱۰مه اصف علي زرداري ته د ولسمشرۍ سوګند ورکوي.
د پاکستان چیف جسټس قاضي فایز عیسا (ښي لوري ته) د مارچ پر ۱۰مه اصف علي زرداري ته د ولسمشرۍ سوګند ورکوي.

د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د پاکستان د ولسمشر په توګه د خپلې دندې لوړه کړې ده.

د مارچ پر ۱۰مه د ولسمشر په ماڼۍ کې د پاکستان چیف جسټس قاضي فایز عیسا نوموړي ته سوګند ورکړ.

په غونډه کې د پاکستان تلونکی ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ، بحري او هوايي ځواکونو مشران، پخواني وزیراعظمان میا نواز شریف، یوسف رضا ګېلاني، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د هغه ګوند او مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران، د صوبو لوړپوړي حکومتي او دولتي چارواکي او د پارلېمان غړي موجود ول.

زرداري چې لوړه وکړه نو د پیپلز ګوند غړو او پلویانو د هغه د وژل شوې ښځې، د پیپلز ګوند د پخوانۍ مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو په حق کې نعرې ووهلې.

په همدې حال کې د ولسمشر دفتر د مارچ پر نهمه شپې مهال پر اېکس پاڼه ولیکل چې محمد عارف علوي ویلي دي چې د ولسمشر په توګه د پاکستان خدمت کول ورته د ویاړ خبره وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن) او په وفاقي اېتلاف کې د شاملو ځینو نورو ګوندونو نوماند اصف علي زرداري د مارچ پر نهمه د انتخاباتو په ګټلود پاکستان د ۱۴م ولسمشر په توګه منتخب شو.

د سني اتحاد کونسل، چې زیاتره غړي یې د تحریک انصاف پلویان دي، نوماند محمود خان اڅکزی په انتخاباتو کې د زرداري سیال وو.

د پاکستان ولسمشر د دولت مشر او د ټولو ځواکونو اعلا قومندان وي خو له اجراییوي یا انتظامي پلوه زیات واک نه لري.

اصف علي زرداري د سیند د یو لوی جاګیردار او قبایلي مشر حاکم علي زرداري زوی دی او د ۱۹۵۵ز کال د جولای پر ۲۶مه زېږېدلی وو او لومړۍ زده کړې یې په کراچۍ کې ترلاسه کړې دي.

زرداري په ۱۹۸۷ز کال کې د پاکستان پيپلز ګوند له مشرې بېنظیر بوټو سره واده وکړ او له همدې وجې یې شهرت پیدا کړ.

د پاکستان نوی ولسمشر اصف علي زرداري څوک دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

په ۱۹۸۸ز کال کې د پخواني پوځي واکمن جنرال ضیا الحق تر مړینې وروسته بېنظیر بوټو عام انتخابات وګټل او د پاکستان لومړۍ ښځه وزیراعظمه شوه.

تر دې وروسته نوموړې په ۱۹۹۳ز کال کې د دویم ځل لپاره وزیراعظمه شوه خو دواړه ځل یې ولسمشرانو حکومت ړنګ کړ او خپله پینځه کلنه موده یې پوره نه کړای شوه.

زرداري د ۱۹۹۰ز لسیزې په پای کې د درغلۍ او ناقانونه پیسو سپینولو په ګډون له بېلابېلو تورونو سره مخامخ شو او تر ۲۰۰۴ز کال پورې په زندان کې وو خو چې کله خوشې شو نو هېواد یې پرېښود او د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې مېشت شو.

په ۲۰۰۷ز کال کې په راولپېنډۍ کې په یوه برید کې د بېنظیر بوټو تر وژل کېدو شوه نو د زرداري له خپل زوی بلاول بوټو زرداري سره د پیپلز ګوند مشران شول.

تر دې وروسته د نوموړي ګوند د ۲۰۰۸ز کال په انتخاباتو کې زیاتې رایې ترلاسه کړې او وفاقي حکومت یې جوړ کړ.

زرداري هم هغه کال د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف تر استعفا وروسته په لومړي ځل ولسمشر منتخب شو.

نوموړي د خپلې دندې پر مهال له نورو ګوندونو سره یو ځای د پاکستان په اساسي قانون کې د ۱۸م بدلون لپاره هلې ځلې وکړې، هغه یې منظور کړ.

د هغه بدلون په نتیجه کې د ولسمشر واک کم شو او پاکستان له نیمه ولسمشري نظامه په بشپړ پارلېماني جمهوریت واوښت. ۱۸م اییني ترمیم داراز د پاکستان د صوبو واک زیات کړ، د ګډو ګټو شورا او د قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فاینانس کمېشن یا اېن اېف سي) په جوړښت کې یې بدلون ته لاره هواره کړه، له ولسمشره یې د اسمبلیو د ماتولو واک واخیست او د شمال مغربي سرحدي صوبې نوم یې په خیبر پښتونخوا واړاوه.

په هغه بدلون کې داراز، د اساسي قانون ځنډول له هېواد سره غداري وبلل شوه چې په دې توګه یې د پوځ له لوري په مستقبل کې د حکومت د ړنګولو مخه ونیوله.

۶۸ کلن اصف علي زرداري د پاکستان له هغو سیاستوالانو څخه دی چې له نورو ګوندونو سره په ګډه د کار کولو لپاره د حالاتو برابرولو او سیاسي جوړجاړي ماهر بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG