د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د پي ټي اېم د سیند صوبې مشر نور الله ترین په ۲ قضیو کې بري کړی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ نور الله ترین په کراچۍ کې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ نور الله ترین په کراچۍ کې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سيند صوبې مشر نورالله ترین په دوو نورو قضیو کې بري کړی دی.

د نوموړي وکیل قادر خان د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې پولیس پر ترین او د هغه پر نورو ملګرو د لګېدلو تورونو په ثابتولو کې پاتې راغلل نو ځکه عدالت د اپرېل پر ۲۷مه د هغوی د بري کولو امر وکړ.

دی وايي چې پولیسو هغه قضیې په ۲۰۱۹ز کال کې ثبت کړې وې چې پکې یې د ترین په ګډون د پي ټي اېم پر مخکښانو علي وزیر، عالمزېب مسید، محمد شېر مسید او نورو غړو او پلویانو د ریاست او ریاستي ادارو پر ضد د ویناګانو تورونه پورې کړي ول.

د کراچۍ پوليسو پر ترين او د هغه پر نورو ملګرو د ۲۰۱۹ز کال په فبروري کې هغه قضيه درج کړې وه چې پکې پر هغوی د رياست او رياستي ادارو ضد ويناګانو کولو تور پورې شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرۍ ضد عدالت د روان کال په فبرورۍ کې هم نور الله ترین د ۲۰۱۹ز کال په یوه بله قضیه کې بري کړی وو.

پر ترین او نورو ملګرو یې په درج شویو قضیو کې د دولت او دولتي ادارو پر ضد د ویناګانو، د خلکو پارولو او عامه نظم ګډوډولو تورونه پورې شوي دي.

د پي ټی اېم مشران دا ټول تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په اييني چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محمد الله مسید د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل ۲۷مې له پرېکړې سره ترین په درو قضیو کې بري شوی، په شپږو مقدمو کې یې ضمانت شوی دی او ټاکل شوې چې عدالت د مې پر درېیمه د یوې قضیې اورېدنه وکړي.

د کراچۍ پوليسو نورالله ترين د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر څلورمه د عامه نظم زیانمنولو د هڅې په تور د يوې مياشتې لپاره نيولی وو.

پوليسو هغه وخت ويلي ول چې ترين د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې د حکومت له خوا د بې اسناده افغان کډوالو د نيولو پر وخت د پوليسو او نورو رياستي ادارو پر ضد ويناګانې کړي او د امنيت خرابولو هڅه يې کړه ده. نوموړي د پوليسو دا تورونه رد کړي ول.

وروسته پوليسو په ټولو ۱۱ قضيو کې د هغه ګرفتاري وښووله او ترین له څه باندې اووه میاشتو راهیسې په زندان کې دی.

نور الله ترين تر دې وړاندې هم څو ځلې پوليسو په بېلابېلو مقدمو کې نيولی او زنداني کړی دی چې وروسته بیا په ضمانت خوشې شوی وو.

XS
SM
MD
LG