د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان بس د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست سېکرټر سره لیدلي


جان بس (کیڼ لوري ته) په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سېکرټر رحیم حیات قریشي سره ویني - د اپرېل ۳۰مې انځور.
جان بس (کیڼ لوري ته) په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سېکرټر رحیم حیات قریشي سره ویني - د اپرېل ۳۰مې انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو سرپرست مرستیال جان بس په مشرۍ پلاوي په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له سرپرست سېکرټر رحیم حیات قریشي سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې چارواکو د دوه اړخیزه اړیکو په تړاو ګټورې خبرې وکړې.

بیان کاږي چې دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییز امنیت په برخو کې د همکارۍ زیاتولو ته پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

بیان زیاتوي چې په امریکايي پلاوي چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېزابېت هورسټ او په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم هم شامل وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر اوونۍ په بیان کې ویلي ول چې جان بس د اپرېل له ۲۶مې څخه تر ۳۰مې پورې د قطر او پاکستان په سفر کې د هغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې کوي.

په هغه بیان کې راغلي ول چې نوموړی په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره پر یو لړ سیمه ییزو او دوه اړخیزو موضوعاتو بحث کوي. خو وزارت په بیان کې د هغو موضوعاتو په اړه مشخص معلومات نه ول ورکړي.

XS
SM
MD
LG