د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان پلويانو د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته محمود خان اڅکزی نومولی دی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په یوه غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف له رهبر عمران خان سره ناست دی: د ۲۰۰۸م کال انځور
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په یوه غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف له رهبر عمران خان سره ناست دی: د ۲۰۰۸م کال انځور

د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ولسمشر څوکۍ ته د نوماندۍ اسناد جمع کړي دي.

د مارچ په دویمه د اصف علي زرداري اسناد د پيپلز پارټۍ يو مشر فاروق اېچ نايک او د محمود خان اڅکزي اسناد د تحریک انصاف مخکښ لطیف کوسه په اسلام اباد های کورټ کې د پريزايډنګ افسر سره جمع کړل.

تحریک انصاف چې په قامي اسمبلۍ کې د سني اتحاد کونسل په نوم یادېږي، محمود خان اڅکزي یې د ولسمشر جوړېدو لپاره نوماند کړی دی. د هغه په مقابله اصف علي زرداري د حکومت جوړنکي اتحاد مسلم ليګ (ن)، پيپلز ګوند، متحده قامي مومنټ، استحکام پاکستان پارټۍ، مسلم ليګ (ق) او بلوچستان عوامي پارټۍ ګډ کاندید دی.

په پاکستان کې د مارچ پر نهمه د ولسمشر ټاکلو لپاره انتخابات کېږي چې د هغې لپاره د اسنادو جمع کولو بهیر د مارچ پر دویمه د ورځې پر ۱۲ بجو پای ته ورسېد. د اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزي په ګډون پینځو کسانو ځانونه هغې څوکۍ ته کاندید کړي دي. په پاتې درو کې اصغر علي ايډوکيټ، وحيد کمال او عبدالقدوس شامل دي.

د مارچ په لومړۍ ېنټه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د سپیکر او مرستیال سپیکر انتخابات وشول او د مسلم لیګ (ن) نوماند سردار ایاز صادق د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر او د پیپلز ګوند سید غلام مصطفا شاه ډېپټي سپیکر منتخب شول.

غونډې ته په وینا کې محمود خان اڅکزي په سياست او ټاکنو کې د پوځ او استخباراتي ادارو د کردار ختمولو غوښتنه وکړه.

د مخالف ګوندونو په چوکيو ناست د سني اتحاد کونسل (تحريک انصاف) غړو د اڅکزي د خبرو هرکلی وکړو خو د حکومت جوړولو لپاره اتحاد کونکو ګوندونو کې د يو ګوند (مسلم ليګ (ن) سیاستوال عطا تارړ د ده پر وينا نيوکې وکړې.

د حکومت جوړولو هلې ځلې

د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه ویلي دي چې د سني اتحاد کونسل په مرسته په وفاق کې حکومت جوړوي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

تحریک انصاف او سني اتحاد کونسل د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره عمر ایوب خان نوماند کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

د قانون له مخې، هر ګوند باید تر انتخاباتو وړاندې د ځانګړو څوکيو لپاره نوملړ هم جمع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند هم له ځینو نورو ګوندونو سره یو ځای د وفاقي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده.

ټاکل شوې چې د مرستیال سپیکر تر انتخاب وروسته د قامي اسمبلۍ غړي د هېواد نوی وزیراعظم منتخب کړي.

د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) ترمینځ په خبرو کې هوکړه شوې وه چې چې شهباز شریف به د وزیراعظم څوکۍ لپاره او اصف علي زرداري به د ولسمشر څوکۍ لپاره د هغوی ګډ کاندیدان وي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نویو منتخبو غړو د فبرورۍ پر ۲۹مه د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلو دندو لوړه وکړه.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات وشول.

د انتخاباتو کمېشن دا ټاکنې پاکې او منصفانه بولي خو د ۹۲ څوکیو ګټونکي تحریک انصاف په ګډون دپاکستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې له هغوی سره پراخې درغلۍ شوې دي.

په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل، نېشنل ګوند او هزاره ډیموکرېټک ګوند د دې لپاره اتحاد کړی دی چې په شریکه د عامو انتخاباتو د نتیجو پرضد احتجاجونه کړي دي.

هغوی د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې د احتجاجي مظاهرو پرمهال تور پورې کړی دی چې " د جاسوسي ادارو په لاسوهنې سره له هغوی څخه ګټلې څوکۍ بیرته اخیستل شوې دي."

بلخوا په بلوچستان کې پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند هم د ورته تورونو پر اساس احتجاجونه کړي دي.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند د انتخابي نتیجو پرضد خپل احتجاجي تحریک ته دوام ورکړی دی او د فبرورۍ پر ۲۸مه یې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د لوړې پر وخت هم له ودانۍ سره نېږدې احتجاج وکړ.

د دې تر څنګ په کراچۍ کې د جماعت اسلامي په ګډون یو شمېر ګوندونو احتجاجونه کړي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG