د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان منتخب وزیراعظم شهباز شریف د اقتصادي او امنیتي مسلو د هواري ژمنه کړې ده


شهباز شریف د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته وینا کوي - د مارچ درېیمې انځور.
شهباز شریف د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته وینا کوي - د مارچ درېیمې انځور.

د پاکستان نوي منتخب وزیراعظم میا شهباز شریف ژمنه کړې ده چې د هېواد اقتصادي، مالي او امنیتي مسلې هواروي.

دا تر هغې وروسته ده چې د قامي اسمبلۍ اکثرو غړو د مارچ پر درېیمه د مسلم لیګ (ن) هغه مخکښ سیاستوال د هېواد د ۲۴م وزیراعظم په توګه منتخب کړ.

د وزیراعظم د انتخاب بهیر

د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ چې د وزیراعظم د انتخاب لپاره غونډه تر ټاکلي وخت یو ساعت وروسته پیل شوه نو پکې د سني اتحاد کونسل، چې زیاتره غړي یې له تحریک انصاف سره تړاو لري، استازو پکې د پخواني وزیراعظم عمران خان انځورونه نیولي ول او نعرې یې ووهلې.

د دې په ځواب کې د مسلم لیګ (ن) غړو هم نعرې ووهلې او تر څه وخت پورې په تالار کې ګډوډي جوړه وه.

کله چې د غونډې نظم پر ځای شو نو سپیکر صادق د انتخاب طریقه بیانه کړه او و یې ویل چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ په مشرۍ د یوشمېر ګوندونو نوماند شهباز شریف ته د رایې ورکوونکي دې د قامي اسمبلۍ د تالار "الف دهلېز" ته ولاړ شي او د سني اتحاد کونسل نوماند عمر ایوب خان ته ووټ ورکوونکي دې "ب دهلېز" ته ورشي.

تر دې وروسته نوموړي تر پینځو دقیقو پورې د ټالۍ (زنګ) وهلو اعلان وکړ چې ټول استازي تالار ته حاضر شي.

له دې سره سم صادق د ووټ ورکولو بهیر اعلان کړ چې پکې د اسمبلۍ غړو خپل نومونه په رجسټر کې ولیدل او د خپل ووټ تر درجولو وروسته د خپلې خوښې نوماند لپاره غوره شوي دهلېز ته ورغلل.

پاکستان مسلم لیګ (ن) پر خپله رسمي اېکس پاڼه ولیکل چې د هغه ګوند رهبر میا نواز شریف د اسمبلۍ لومړی استازی شو چې د شهباز شریف په حق کې یې رایه وکاروله.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر مېنګل د قامي اسمبلۍ د غونډو په عمومي تالار کې پاتې شو او د هېڅ نوماند په حق کې یې رایه و نه کاروله.

له دې پرته د پښتونخوا ملي عوامي مشر محمود خان اڅکزی د عمر ایوب خان په حق کې رایه وکاروله او "ب دهلېز" ته ولاړ.

د اسمبلۍ سېکرټر د ووټونو د اندراج رجسټر د کره کتنې لپاره د قامي اسمبلۍ سپیکر ته وسپاره. ایاز صادق تر دې وروسته بیا تر دوو دقیقو لپاره د ټالۍ یا زنګ وهلو اعلان وکړ چې ټول غړي بیا د غونډې تالار ته حاضر شي.

تر دې وروسته نوموړي نتیجه اعلان کړه او و یې ویل چې شهباز شریف ۲۰۱ او عمر ایوب خان ۹۲ رایې ترلاسه کړې دي او په دې توګه شریف د پاکستان نوی وزیراعظم منتخب شو.

له دې اعلان سره سم د تحریک انصاف ملاتړ لرونکو استازو په تالار کې د شریف پرضد نعرې ووهلې چې په ځواب کې یې د مسلم لیګ (ن) او ملاتړو ګوندونو هم نعرې ووهلې او شور جوړ شو.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

د دې له مخې، د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ضرورت وي.

په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د تحریک انصاف ګوند ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

د قانون له مخې، هر ګوند باید تر انتخاباتو وړاندې د ځانګړو څوکيو لپاره نوملړ هم جمع کړي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۰مه له ځینو نورو ګوندونو سره یو ځای د وفاقي حکومت جوړولو اعلان وکړ.

د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) ترمینځ په خبرو کې هوکړه شوې وه چې چې شهباز شریف به د وزیراعظم څوکۍ لپاره او اصف علي زرداري به د ولسمشر څوکۍ لپاره د هغوی ګډ کاندیدان وي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نوي منتخب غړي د مارچ پر درېیمه د وزیراعظم انتخاب لپاره د پارلېمان تالار ته روان دي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ نوي منتخب غړي د مارچ پر درېیمه د وزیراعظم انتخاب لپاره د پارلېمان تالار ته روان دي.

د شهباز شریف وینا

د قامي اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق د نتیجې تر اعلانولو وروسته شهباز شریف ته د وینا بلنه ورکړه.

شریف په وینا کې د خپل ورور میا نواز شریف او د پیپلز ګوند د مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري په ګډون د خپلو پلویانو مننه وکړه.

ده وویل چې د پیپلز ګوند پخوانۍ مشرۍ بېنظیر بوټو د جمهوریت لپاره سر قربان کړ. بوټو د ۲۰۰۷ز کال په ډېسېمبر کې په راولپېنډۍ کې په یوه ځانمرګي برید او ډزو کې وژل شوې وه.

شریف وویل چې د پاکستان ګټې ورته تر ټولو زیات ارزښت لري نو ځکه یې "هېڅکله د غچ اخیستنې سیاست" کولو فکر نه دی کړی.

هغه پر تحریک انصاف انتقاد وکړ چې په خپله واکمنۍ کې یې "خپل مخالفان ځپل او زندانونو ته یې اچول."

شریف وویل، د ۲۰۲۳ز او ۲۰۲۴ز مالي کال په بودیجه کې د ۱۲،۳۰۰ اربه (مېلیارده) روپیو د محصولاتو یا ګټې اټکل شوی دی. "له دې چې د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) له لارې په صوبو پیسې ووېشل شي نو یوازې ۷،۳۰۰ اربه روپۍ پاتې کېږي."

ده وویل، د پاکستان حکومت باید یوازې د پورونو د سود ورکولو لپاره ۸،۰۰۰ اربه روپۍ ولري، چې د دې معنا دا شوه چې د ده د وزیراعظمۍ پر لومړۍ ورځ هېواد د ۷۰۰ اربه روپیو له تاوان سره مخامخ دی.

شهباز شریف تر منتخبېدو وروسته د پیپلز ګوند له مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره روغبړ کوي - د مارچ درېیمې انځور.
شهباز شریف تر منتخبېدو وروسته د پیپلز ګوند له مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره روغبړ کوي - د مارچ درېیمې انځور.

د پاکستان نوي منتخب وزیراعظم وویل چې کله یو هېواد له داسې تاوان سره مخامخ وي نو هلته به حکومت څنګه د اساسي خدماتو لپاره پیسې ورکړي، څنګه به د تعلیم لپاره پیسې بېلې کړای شي، تنخاګانې به څنګه ورکوي او پرمختیايي کارونه به څنګه کوي؟

شریف وویل د پاکستان اقتصاد د مشکلاتو ښکار دی او لامل یې دا دی چې د هغه هېواد حکومتونو تل پور اخیستی دی چې دا د خورا خپګان خبره ده.

هغه وویل چې ان د قامي اسمبلۍ "د چارو لګښتونه هم په پور پوره کېږي نو دې وضعیت ته په کتو دې د اسمبلۍ غړي پرېکړه وکړي چې په غونډه کې شور کوي او نعرې وهي که له باشعوره برخورد یا چلنده کار اخلي."

د مسلم لیګ (ن) مخکښ وویل چې "پاکستان تر اوسه له بهره، د هېواد دننه له دولتي او شخصي ادارو ۸۰،۰۰۰ اربه روپۍ پور اخیستی" دی.

د ده په خبره، په دې ډول وضعیت کې د هېواد بقا له خطره مخامخېږي چې دی او پلویان به یې مخه نیسي او د دې لپاره به "انقلابي اقدامات" کوي او په هره څانګه کې به اساسي اصلاحات راولي.

شهباز شریف د انرژۍ په څانګه کې هم د لوی تاوان یادونه وکړه او و یې ویل چې دولتي او شخصي شرکتونه د ۳،۸۰۰ اربه روپیو برېښنا خلکو او کاروبارونو ته ورکوي خو یوازې ۲،۸۰۰ اربه روپۍ ترلاسه کوي.

ده وویل، په پاکستان کې حکومت د برېښنا په برخه کې ۱،۰۰۰ اربه روپۍ رعایت ورکوي خو پر دې سربېره په هغه هېواد کې هر کال له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ اربه روپیو پورې بجلي غلا کېږي.

شریف وویل، په پاکستان کې د ګیس په برخه کې یې هم پور ۲،۹۰۰ اربه روپیو ته رسېدلی دی. د ده په خبره، د دې لامل په ګرانه بیه د ګیس اخیستل، غلا او د ګیس د وېش ناسم نظام دی.

د پاکستان نوي منتخب وزیراعظم وویل د دې ستونزو د هواري لپاره د ټولو سیاسي خواوو یو ځای کېدل او د ټولو صوبو ګډ کار اړین دی.

ده وویل، هڅه کوي چې د کرنې یا زراعت په برخه کې کروندګرو ته اسانتیاوې ورکړي او ورته په رعایتي نرخ سره ورکړي.

شریف وویل، د پنجاب په څېر له ټولو صوبو سره په ګډه د خلکو لپاره د ټرانسپورټ سم نظام جوړوي چې هغوی خپلې چارې پر وخت ترسره کړي.

ده په خپلو خبرو کې په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو یادونه هم وکړه او و یې ویل، دی به په ۲۰۱۵ز کال کې د ترهګرۍ پرضد د جوړې ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) عملي کول باوري کوي.

ده د ښځو د کارونو او هڅو ستاینه وکړه او و یې ویل چې د پاکستان د مسلو هوارول او د هېواد پرمختیا له ښځو پرته شونې نه ده نو ځکه غواړي چې ښځې ورسره په ګډه په دې بهیر کې ملګرې شي.

د پاکستان منتخب وزیراعظم وویل چې حکومت به یې خپلو ګټو او د هېواد اقتصادي پرمختیا ته په کتو خپله بهرنۍ تګلاره جوړوي او د ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره همکاري کوي.

ده وویل چې هېواد به یې د "هېڅ لویې لوبې برخه نه جوړېږي" او بې طرفه بهرنۍ پالیسۍ ته دوام ورکوي.

شریف وویل چې د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) پروژې پر مخ وړي، له امریکا سره لومړی تعلقات سموي او بیا یې پراخوي.

منتخب وزیراعظم شهباز شریف وویل چې له اروپايي ټولنې او د خلیج له عربي هېوادونو سره هم تعلقات پراخوي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د برابرۍ او متقابل احترام پر اساس اړیکې پرمخ وي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان له ګڼو مسلو سره مخامخ دی خو هواری یې شونی دی او د هغې لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د شهباز شریف لنډ ژوند لیک

شهباز شریف د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف کشر ورور دی چې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یوشمېر ګوندونو په استازیتوب د هېواد وزیراعظم منتخب شو.

نوموړی په داسې وخت کې وزیراعظم شو چې د پاکستان اقتصادي حالت خورا خراب وو. شهباز شریف د قامي اسمبلۍ د پینځه کلنې مودې تر پوره کېدو پورې وزیراعظم پاتې شوې او د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې یې چارې لنډمهالي حکومت ته وسپارلې.

۷۲ کلن شریف د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور پروګرام پر بحالۍ اوږدمهاله خبرې وکړې او ورڅخه یې د قرض بل قسط ترلاسه کړ.

شهباز شریف تر دې مخکې درې ځلې د پنجاب اعلاوزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په لومړي ځل په ۱۹۸۸ز کال کې د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شو.

نوموړی په لومړي ځل په ۱۹۹۷ز کال کې د صوبې اعلاوزیر منتخب شو خو د ۱۹۹۹ز کال په اکتوبر کې د پوځ پخواني مشر پروېز مشرف کودتا وکړه چې ورسره د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونه ړنګ شول.

شریف تر دې وروسته په ۲۰۰۸ز او بیا په ۲۰۱۳ز کال کې د پنجاب اعلاوزیر منتخب شو.

نوموړي د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ وګټله.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات وشول.

د انتخاباتو کمېشن دا ټاکنې پاکې او منصفانه بولي خو د ۹۲ څوکیو ګټونکي تحریک انصاف په ګډون دپاکستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې له هغوی سره پراخې درغلۍ شوې دي.

په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل، نېشنل ګوند او هزاره ډیموکرېټک ګوند د دې لپاره اتحاد کړی دی چې په شریکه د عامو انتخاباتو د نتیجو پرضد احتجاجونه کړي دي.

هغوی د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې د احتجاجي مظاهرو پرمهال تور پورې کړی دی چې " د جاسوسي ادارو په لاسوهنې سره له هغوی څخه ګټلې څوکۍ بیرته اخیستل شوې دي."

بلخوا په بلوچستان کې پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند هم د ورته تورونو پر اساس احتجاجونه کړي دي.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند د انتخابي نتیجو پرضد خپل احتجاجي تحریک ته دوام ورکړی دی او د فبرورۍ پر ۲۸مه یې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د لوړې پر وخت هم له ودانۍ سره نېږدې احتجاج وکړ.

د دې تر څنګ په کراچۍ کې د جماعت اسلامي په ګډون یو شمېر ګوندونو احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG