د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د پاکستان وزیراعظم په توګه لوړه وکړه


ولسمشر عارف علوي (ښي لوري ته) د مارچ پر څلورمه شهباز شریف ته سوګند ورکوي.
ولسمشر عارف علوي (ښي لوري ته) د مارچ پر څلورمه شهباز شریف ته سوګند ورکوي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال شهباز شریف د نوي وزیراعظم په توګه د خپلې دندې لوړه کړې ده.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو غړي د پینځو کلونو لپاره منتخبېږي او وزیراعظم او د صوبو اعلاوزیران او کابینې یې هم تر لوړې وروسته پینځه کلنه دنده پیلوي.

د مارچ پر څلورمه ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي په خپله ماڼۍ کې شریف ته سوګند ورکړ.

په غونډه کې لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ، د پنجاب اعلاوزیره مریم نواز، د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه، د بلوچستان اعلاوزیر میر سرفراز بګټی، د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف په ګډون د هغه ګوند مخکښه سیاستوالان، د پیپلز ګوند مشران اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري او ګڼو نورو سیاستوالانو او چارواکو ګډون وکړ.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې په غونډه کې د پاکستان د پوځ او بحري او هوايي ځواکونو مشران هم موجود ول.

دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د قامي اسمبلۍ اکثرو غړو شهباز شریف د هېواد د ۲۴م وزیراعظم په توګه منتخب کړ.

د اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق تر ووټ کارونې وروسته وویل چې شهباز شریف ۲۰۱ او د سني اتحاد کونسل، چې زیاتره غړي یې د تحریک انصاف پلویان دي، نوماند عمر ایوب خان ۹۲ رایې ترلاسه کړې دي.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر مېنګل د قامي اسمبلۍ د غونډو په عمومي تالار کې پاتې شو او د هېڅ نوماند په حق کې یې رایه و نه کاروله. اخوا د پښتونخوا ملي عوامي مشر محمود خان اڅکزی د عمر ایوب خان په حق کې رایه وکاروله.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

د دې له مخې، د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ضرورت وي.

په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د تحریک انصاف ګوند ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۰مه له ځینو نورو ګوندونو سره یو ځای د وفاقي حکومت جوړولو اعلان وکړ.

شهباز شریف د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې د هېواد اقتصادي، مالي او امنیتي مسلې هواروي.

نوموړي وویل چې د پاکستان ګټې ورته تر ټولو زیات ارزښت لري نو ځکه یې "هېڅکله د غچ اخیستنې سیاست" کولو فکر نه دی کړی.

هغه د هېواد د خورا لویو اقتصادي چیلېنجونو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د حل کولو لپاره یې "انقلابي اقدامات" کوي او په هره څانګه کې اساسي اصلاحات راولي.

شریف دا هم وویل چې د زیاتېدونکې ناامنۍ مخنیوي لپاره په ۲۰۱۵ز کال کې د ترهګرۍ پرضد د جوړې ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) عملي کول باوري کوي.

هغه قامي اسمبلۍ ته وویل چې د بې طرفه بهرنۍ تګلارې له لارې له هېوادونو سره تعلقات پراخوي.

شهباز شریف د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف کشر ورور دی چې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یوشمېر ګوندونو په استازیتوب د هېواد وزیراعظم منتخب شو.

نوموړی په داسې وخت کې وزیراعظم شو چې د پاکستان اقتصادي حالت خورا خراب وو. شهباز شریف د قامي اسمبلۍ د پینځه کلنې مودې تر پوره کېدو پورې وزیراعظم پاتې شوې او د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې یې چارې لنډمهالي حکومت ته وسپارلې.

۷۲ کلن شریف د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور پروګرام پر بحالۍ اوږدمهاله خبرې وکړې او ورڅخه یې د قرض بل قسط ترلاسه کړ.

شهباز شریف تر دې مخکې درې ځلې د پنجاب اعلاوزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په لومړي ځل په ۱۹۸۸ز کال کې د پنجاب اسمبلۍ غړی منتخب شو.

نوموړی په لومړي ځل په ۱۹۹۷ز کال کې د صوبې اعلاوزیر منتخب شو خو د ۱۹۹۹ز کال په اکتوبر کې د پوځ پخواني مشر پروېز مشرف کودتا وکړه چې ورسره د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونه ړنګ شول.

شریف تر دې وروسته په ۲۰۰۸ز او بیا په ۲۰۱۳ز کال کې د پنجاب اعلاوزیر منتخب شو.

نوموړي د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ وګټله.

XS
SM
MD
LG