د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغانانو خپل هېواد ته د ستنېدو بهیر روان دی. هلته مېشتو افغانانو مشال راډیو ته وویل، که په خپله خوښه ولاړ نه شي، نو پولیس یې نیسي، ځوروي یې او افغانستان ته یې لېږدوي. د پاکستان چارواکي وايي، افغانان په "پوره درناوي" ستنوي او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي. ویډيويي رپورټ.