په مردان کې یوشمېر معذوران د نورو معلولینو خراب ویلچېرونه او نور اوزار وړیا مرمتوي. د ورکشاپ چلوونکی سجاد احمد وايي، څو کاله مخکې یې ویلچېر خراب شوی وو او پرزې یې نه پیدا کېدې نو بیا یې خپله جوړ کړ. دی وايي، وروسته یې د نورو معذورانو لپاره هم د هغوی د ویلچېرونو مرمت پیل کړ. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.