امریکايي رسنیو د حکومتي چارواکو له خولې ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي پر ایران بريد کړی دی. داسې ښکاري چې دا د هغه بې ساري هوايي برید ځواب دی چې تهران د اپرېل پر ۱۳مه شپې ناوخته پر اسراییلو کړی وو. د ایران دولتي رسنیو ویلي دي چې له مرکزي ښار اصفهان سره نېږدې چاودنې اورېدل شوې دي. خو د ایران يو چارواکي د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې په اصفهان یا د هېواد په نورو برخو کې له پولو دباندې څخه هیڅ هوایی برید نه دی شوی. په دې اړه فرخندې اسد د رويټرز اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی دی.