د اسيايي پرمختيايي بانک د ۲۰۲۲ز کال يو راپور کې راغلي دي چې پاکستان هر کال شاوخوا ۴۹.۶ مېلیونه ټنه جامد کثافات تولیدوي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۸۷,۰۰۰ ټنه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۲۳ مه پيکا ۲۰۲۵ ترميمي بل په دروند اکثريت سره منظور کړ.
د کمېشن مشر اسد اقبال بټ او نورو چارواکو د جنورۍ پر ۲۲مه پر دې موضوع په کراچۍ کې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د هندوانو لسګونه کورنۍ د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ په سیند کې له خپلو اصلي ټاټوبو څخه نورو ځایونو ته کډو کولو ته اړ شوې دي.
په اسلام اباد کې اوسېدونکو ځینو افغان کډوالو، چې بهر ته د تګ لپاره په پاکستان کې ایسار دي، د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو له خوا د ځورول کېدو تر څنګ د پاکستانيو ویزو په تمديدولو او بهر هېوادونو ته د تللو په پروسه کې ډېرې ستونزې لري.
د بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ یوې مشرې فوزیې بلوڅې ویلي دي د جلسې لپاره یې سوله ییز کیمپېن کاوه چې پولیسو شپې ناوخته ورباندې تشدد وکړ.
رویټرز اژانس د مراکش د چارواکو له خولې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۰مه ورته معلومات رسېدلي ول چې د کډوالو یوه کښتۍ مشکلات لري خو زیاتوي چې معلومه نه ده چې ایا چپه شوې کښتۍ همهغه وه او که بله.
نور وښیئ