د امريکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د القاعده مشر ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی.نوموړي زیاته کړې ده چې پر الظواهري" بریالی هوايي برید" د ده په لارښوونه شوی دی.طالبانو په کابل کې د دغه هوایي برید په اړه جدي غبرګون ښودلی، خو د الظواهري د وژلو په اړه یې څه نه دي ویلي. د القاعده د مشر وژنه به د سیمې په امنیت څه اغیز ولري؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
ــــــــــــ