مسکو ویلي دي چې د مارچ پر نهمه پر دویمه ورځ هم بشري دهلېزونه پرانیزي چې له اوکراینۍ پلازمېنې او څلورو نورو ښارونو څخه خلک د وتلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د حملې له وجې د کډوالو شمېر له دوه مېلیونه اوښتی دی او د مارچ پر نهمه پر ۱۴مه ورځ هم پر ځینو ملکي سیمو بمبارۍ روانې دي.
د مارچ پر اتمه زرګونه کسانو د بشري دهلېزونو له لارې له ښارونو د وتلو هڅه وکړه خو محدود کسان بریالي شول ځکه چې د جاري روسي بمبارۍ له وجې د بهر تللو لارې وتړل شوې.
د چارشنبې پر سهار وختي د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو مشرانو موافقه وکړه چې له اوکراین سره د روسیې حملې پروړاندې د خپلې دفاع او له اروپايي ملګرو سره تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا په لویه وچه کې د کډوالو تر ټولو لوی بحران د هواري په برخه کې د مرستو لپاره ورته ۱۳،۶ اربه ډالر ورکړي.
د روسیې پر تېلو محدودیتونه
په همدې حال کې امریکا د روسيې د تېلو پر درامداتو بندیز لګولی او برتانیې ویلي دي چې د روان کال تر پایه به له هغه هېواده د تېلو اخیستو عمل ودروي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ په سپينه ماڼۍ کې د دې اعلان پر وخت وويل چې د روسيې د تیلو د درامداتو دا بندیز روسي ولسمشر ولادیمیر پوتين ته د اوکراین په جګړه کې "سخت ګوزار" دی. نوموړي امريکايانو ته خبرداری ورکړ چې "د ازادۍ دفاع خپل قیمت لري."
د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي څو ځلې له لویدیځه غوښتنه کړې چې له روسیې څخه د انرژۍ پر درامداتو بندیز ولګوي، ځکه دا د روسيې د عايداتو مهمه سرچينه ده.
ولسمشر بایډن وویل چې د "پوتین د جګړې" له کبله به نرخونه لا نور لوړ شي خو نوموړي ژمنه وکړه چې پر امریکایانو به تر خپله وسه د دې د اغېز کمولو هڅه وکړي.
نوموړي دا خبره هم وکړه چې پوتین به هېڅکله په اوکراین کې بریا ترلاسه نه کړي.
اخوا برتانیې د واشنګټن د اقدام په همغږۍ کې ويلي چې هغه به هم د ۲۰۲۲ز کال تر پايه د روسيې د تېلو واردول بند کړي.
بلخوا اروپايي اتحاديه، چې د روسيې پر انرژۍ زياته تکيه لري، له هغه هېواده د ګیس د درامداتو له درو څخه د دوو برخو کمولو اعلان کړی دی.
ډېپلوماټيکې هڅې
هلته د امریکا مرستیاله ولسمشره کاملا هیرېس د مارچ پر نهمه د دوو اروپايي ملګرو او ناټو اېتلاف غړو هېوادونو – پولینډ او رومانیا – سفر پیلوي چې هلته پر اوکراین د روسیې د حملې او پر سیمه د جګړې د اثراتو پر موضوع وغږېږي.
په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف هم د ترکیې په سفر دی چې هلته د مارچ پر ۱۰مه له خپل اوکرایني سیال دېمېترو کولېبا سره وویني.
پر اوکراین د حملې پس منظر
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.
روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.
پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.
زرګونه روسي پوځیان د ۲۰۲۱ز کال له پای راهیسې له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای ول چې له وجې یې د امریکا او اروپايي ټولنې اندېښنې زیاتې شوې وې. واشنګټن په بیا بیا ویلي ول چې روسیه پر اوکراین یرغل کوي، خو مسکو ویل چې پر هغه هېواد د حملې نیت نه لري البته په ناټو اتحاد کې د اوکراین د نه شاملولو ترڅنګ یې د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوله چې واشنګټن رد کړې وه.